د هلمند مرکز لښکرګاه کي د حامد کرزي لوبغالي کي دوې پرلپسې چاودني او ډزي سوي.
په پېښه کي د چارواکو په ګډون ګڼ کسان ژوبل سوي دي.
پېښه د بزګر ورځي د لمانځلو په مراسمو کي سوې ده چي ګڼ چارواکي هم په مراسمو کي د ګډون لپاره راغلي وه.
په ياده پېښه کي د هلمند د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت وژل سوی دی.
همداراز د هلمند والي، د سرحدی قواوو قومندان ضرار احمد مقبل ، د اطلاعاتو فرهنګ ریس او د ځوانانو آمر ټپيان سوي دي.
د هلمند د ولایتي شورا مشر عطالله افغان وايي، په دغه مراسمو کي ئې اېښودل سوي غرفې کتلې، چي چاودنه وسوه.
نوموړی وايي: “موږ زراعتي غرفې کتلې، کله چي وروستۍ غرفې ته ورسېدو چاودنه وسوه. والي صاب پر مځکه پروت وو، ما له مځکي پورته کړ”.
ياد مراسم د والي د دفتر په سل مترۍ کي جوړ سوي وه، چي کلک امنيتي تدابير هم پکي نيول سوي وه.
عيني شاهدان وايي، کله چي د موسيقۍ پروګرام جوړ سو، چاودنه وسوه، ورپسې سپکي ډزي کېدلې چي دوهمه چاودنه هم رامنځ ته سول.
ويل کېږي چاودنه د کوچيانو په نوم خېمه کي سوې ده.