د سولي ولسي حرکت-PPM غړو پرون د دوشنبې په ورځ په شپاړلسو ښوونیزو مرکزونو کي زرګونو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د سولي پر ارزښت خبري وکړې.
د PPM درو ټېمونو په یوه پوهنتون، څلورو انستیوتونو، پنځو لېسو او شپږو نورو خصوصوي ښوونیزو مرکزونو کي د سولي امن اړوند خبري وکړې.
له هغوی څخه وغوښتل سول چي باید نور سکوت مات کړي او ځانونه د دې هیواد مالکان وګڼي.
ټولو زده کوونکو ژمنه وکړه چي تر دې وروسته به د امن او سولي پاره کار کوي.
#ننګرهارحمل4دامنغونډه
#NangarharPeaceLongMarch #4Hamal
#PPM