د ننګرهار د ښېوې، دره نور، شینوارو، بټي کوټ، روداتو، بهسود، اچین، نازیانو، دوربابا، مومند درې، لعلپوري، کږې او چپرهار ولسوالیو لسګونه زره اوسېدونکي وایي، د سولي په نوم ورته معامله د منلو وړ نه ده.
هغوی وایي، د جګړې ښېکل لوري دي پر یوې داسي سولي هوکړه وکړي چي د ولسونو غوښتنه ده.
هغوی ټينګار کوي چي باید د خبرو په روان دوران کي افغان حکومت له پامه ونه غورځول سي.
د دغو اوسېدونکو په وینا، اوس داسي برېښي چي د سولي په نوم د یوه بل ناورین بنسټ ایښول کېږي.
#سوله
#PPM