د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچه سیمه کي د یوې چاودني پرمهال د کندهار د عامه ساتني د قطعې قوماندان حاجي زمری، د ملا ګل په نوم یو قوماندان، يو قومي مشر حاجي شاولي خان او بل کس وژل سوي.
ویل کېږي، چي ماین د هغه د باغ په خوله کي ورته ایښودل سوی وو.
د کندهار امنيه قومندان جنرال تادین خان پېښه تاييدوي.
نوموړي لراوبر ته وويل: د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچې سیمه کي د یوې چاودني پرمهال د کندهار د عامه ساتني د قطعې قوماندان حاجي زمری، د ملا ګل په نوم یو قوماندان، د الکوزو قومي مشر حاجي شاولي خان او بل کس وژل سوي. ویل کېږي، چي ماین د هغه د باغ په خوله کي ورته ایښودل سوی وو