کور / تازه خبرونه / که پنجاب بريدونه بند نکړي تجارتي لاره تړو

که پنجاب بريدونه بند نکړي تجارتي لاره تړو

افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د پنحاب د بریدونو اړوند سکوت مات کړي
نن سلګونو کسانو په تورخم کي پر افغان خاوره د پنجاب بریدونه وغندل.
سلګونو کسانو د لاریون پر کواښ وکړ چي که پنجاب بریدونه بند نه کړي دوی به سوداګریزه لار پر بنده کړي.
لاریونوال چي پنجاب ته سخت په غوسه وو وویل، پنحابیانو انساني، اسلامي او د کاون‌‌‌‌‌‌ډیتوب ټولي کرښي ماتي کړي دي.


هغوی ګوتڅن‌‌‌‌‌‌ډنه وکړه چي نور د پنجاب د بریدونو اړوند چوپه خوله نه کښېني.
د لاریون پر مهال د سولي ولسي حرکت-PPM ویاند بسم الله وطن دوست وویل، پاکستان نژدې څلوېښت کاله موږ د خپلو شخصي ګټو په خاطر وژني.
وطن دوست لاریونوالو ته وویل، پنجاب ځکه پر ولسونو بریدونه کوي چي سیمي خالي سي او دوی ځمکي لاندي کړي.
د وطن دوست په وینا، نړیواله ټولنه مطلق منافقت کوي او خپل منشور ئې تر پښو لاندي کړی دی.
هغه وویل: ”د نړیوالي ټولني په منشور کي راغلي چي یو ګاون‌‌‌‌‌‌ډی پر بل برید کوي دوی به ئې مخه نیسي خو نژدې اتلس کاله کېږي چي پنجابیان موږ وژني خو نړیواله ټولنه ورته ګوري.”
وطن دوست د مقبوضې پښونخوا پر ولسونو ږغ وکړ چي باید پر پنجاب فشار راوړي څو هغوی بریدونه بند کړي.
دغه مس‌ؤل پر افغان حکومت ږغ وکړ، څونه چي ژر کېږي باید دغه ناورین پای ته ورسېږي.
د سولي ولسي حرکت-PPM د هر افغان د وژني په غبرګون ږغ پورته کوي او پر ټولو اړخونو ږغ کوي چي باید ولسونو ته درنښت وسي.
#سوله
#PPM