
تېره ورځ ناوخته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړپوړو سياسي، پوځي او استخباراتي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو غونډه جوړه کړې وه.
غونډه د څو ساعتونو لپاره د بندو دروازو ترشا روانه وه او د جزئياتو په هکله ئې تردامهاله مالومات نسته.
د اسوشتیدپرېس خبري اژانس د راپور لهمخي، په دغه ناسته کي د ټرمپ مرستیال مایک پنس، د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جوزیف ډانفورډ، د امریکا د استخباراتو مشر جینا هسپل،د دغه هېواد ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون کړی وو.
یوې سرچینې چې په دغو خبرو کې ګډون کړی و اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه ناسته د پنټاګون په یوه پټه خونه کي تر سره سوې ده.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر زلمي خليلزاد تور پوري کړی چي دی د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي د افغان دولت د نامشروع کولو هڅه کوي.
ډاکټر محب وويل، خليلزاد هڅه کوي چي د طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کي افغان دولتي مشران څنډي ته کړي، ترڅو د طالبانو سره د موقت حکومت جوړېدو په صورت کي نوموړی واک په لاس کي واخلي.
د ډاکټر محب پر وروستيو څرګندونو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سخت غبرګون ښودلی.
په کور دننه کي هم د ډاکټر محب د څرګندونو ملاتړي او نقد کونکي ډېر دي.
د ډېرو په باور حمدالله محب په خپلو څرګندونو سره افغان ملت ته د امريکا او طالبانو ترمنځ د پټو سياستونو څخه پرده پورته کړه، چي په دې سره ښاغلی محب د ډېرو په باور د ستايني وړ دی.
خو بل لوري ځينو کسانو پر ښاغلي محب له دې امله نيوکه کړې چي په يادو څرګندونو کي ئې ډيپلوماټيکه ژبه نه ده کارولې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه