په يوه هېواد کې ټولنيز، اقتصادي، سياسي شرايط د هغې ټولنې په وګړو او په ځانګړي ډول په روڼ اندو باندې ډول ډول اغېز کوي. که دا شرايط د ټولنې د اکثريت وګړو د هيلو او غوښتنو سره سم وي نو بيا روڼ اندي هم په کې خوښ او راتلونکې ته په ښه سترګه ګوري او که دا شرايط سخت او پېچلي شي نو په هغه صورت کې د دا ډول شرايطو په وړاندې روڼ اندي هم ډول ډول غبرګونونه ښيي.
ځينې روڼ اندي د تسليم طلبۍ روحيه ځانته نيسي او حاکم ټولګي ته د خدمت له لارې غواړي، چې هم خپل ځانونه د ګواښونو څخه وساتي او هم يو لړ امتيازات تر لاسه کړي. پدې ډول دوی د هېواد بشپړ اکثريت غوښتنو ته شا کوي او د ظالم ټولګي د ښو مزدورانو په توګه تبارز کوي. چې په اوسنيو شرايطو کې زموږ د هېواد يو شمېر په ليک او لوست پوهو کسانو دا لاره غوره کړې ده.
دويمه ډله هغه روڼ اندي دي، چې غواړي خپل ځانونه د موجوده ګواښونو او ستونزو څخه وساتي او هم نه غواړي، چې د حاکم ظالم ټولګی د لاس آله واوسي. دا ډله د خپلو امکاناتو په لرلو سره هېواد پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډې کوي. دوی دې ته سترګې په لاره وي، چې په هېواد کې به شرايط سم شي او بيا به دوی هېواد ته را وګرځي او دلته به خوندي ژوند وکړي. پدې ډله کې زموږ د هېواد زيات شمېر روڼ اندي دي، چې په اروپا، امريکا او نورو لويو وچو کې اوسېږي او په هېواد کې د شرايطو د سموالي لپاره شپې او ورځې شمېري. پدې ارمان اوس د ډېرو کسانو سرونه سپين او بيا يو شمېر يې دا ارمان له ځانونو سره بلې دنيا ته وړی دی.
درېيمه ډله هغه روڼ اندي دي، چې غواړي تر دې وروسته په هېواد کې د هر ډول ستونزو څخه سترګې پټې کړي او د ځانه سره وايي زما ژوند ښه تېرېږي په اولس او وطن يې زما څه! دوی خپل کاروبار ته مخه کوي او د وطن په موجوده شرايطو سترګې پټوي او غوږونه کڼوي. په اوسنيو شرايطو کې موږ په سلګونو تنه دا ډول روڼ اندي لرو.
څلورمه ډله هغه روڼ اندي دي، چې د وطن او خلکو په وړاندې د ډېر سپېڅلي احساس په درلودلو سره د ستونزو په وړاندې لکه د غره په شان ودرېږي او د هغه د له منځه وړلو لپاره لازمې لارې چارې پيدا کوي. د هېواد په اوسنيو شرايطو کې د دا ډول روڼ اندو شمېر لږ نه دی دوی د هر ډول زور، پيسو، مقام او ويرونې په وړاندې درېږي او ولاړ دي.
په دې ورځو کې مې يوه مقاله، چې د هېواد يوه با احساسه ليکوال ليکلې وه تر سترګو شوه. دا مقاله د طنزي سرليک لاندې (( کرزی صيب مبارک! زه هزاره شوم)) ليکل شوې ده په هغې کې د ټولو هغو تېريو په هکله چې په روانه مرحله کې د پښتنو په ضد د ځينو فاشيستي، وطن دښمنه او په پرديو پورې تړلو کړيو له لوري ترسره او يا کېږي، اشاره شوې ده. او دې ته ګوته نيول شوې، چې د هېواد ولسمشر په دې مهال کې د دوی د لاس د آلې په توګه د هېواد د خلکو د حقوقو په وړاندې ګامونه اوچت کړي او يا ددې جنايتکاره ډلو د ناوړه موخو د عملي کولو په لاره کې يې د دوی په جنايتونو سترګې پټې کړې دي.
داچې په خپله ولسمشر به په دې هکله څومره ګرم وي، لومړی ضروري ده، چې دده د فکر او د کار د چاپيريال او دده د مجبوريتونو او امکاناتو په هکله په دقيقه توګه څېړنه وشي او بيا وروسته ښاغلی ولسمشر ګرم او يا نه ګرم وبلل شي.
اوس بايد هر پښتون روڼ اندی له ځانه وپوښتي، چې زه په خپله پښتنو او پښتو ته څه کولی شم؟ هغه بايد پوه شي، چې پښتنو د تاريخ په اوږدو کې ډېر د ستونزو ډک ژوند تېر کړی دی خو په تېرو زرګونو کلونو کې دوی د تېري او ظلم په وړاندې نه دي په ګونډو شوي. را ياد به کړو، چې پښتانه څه ډول په بلخ کې د چنګېز له خوا ووژل شول او مېنې يې ورته ورانې کړل شوې. په دې ډول باميانو کې د چنګېز په وسيله د پښتنو ډل وژنه (عامه وژنه)، چې د هغوی په وينو وينه زبېښونکي چنګېز يرغلګر ويالې وبهولې خو پښتنو سره ددې ټولو بيا هم په خپلو زړونو کې وېرې او سرټيټولو ته ځای ورنه کړ او هيڅکله د پښتنو په سيمو د چنګېز واکمنۍ ټينګه نشوه. ګوډ تېمور هم د چنګېز څخه کم نه و هغه د هرات څخه نيولې د پښتنو په ټولو سيمو کې ډل وژنې وکړې مګر د واکمنۍ د ټينګښت ارمان يې له ځان سره ګور ته يووړ.
په هېواد کې داسې واکمني هم تېرې شوې دي، چې که کوم وګړي به په پښتو ژبه شعر ووايه هغوی به په ډېره غوسه له هغه شاعر څخه ژبه غوڅوله ترڅو په دې وسيله د خلکو په خوله کې شعر او ادب ډېوه مړه کړي. خو د پاړسي شعر ويوونکو خولې به يې له سرو زرو او غميو ډکولې. خو بيا هم پښتنو په خپله ژبه شعر او ادب ته وده ورکړه، چې د سيمې د شعر او ادب سره ښه سيالي کولی شي.
په دې ډول مغولي بابر د پښتنو له سرونو څخه (کله منارونه) جوړ کړل خو بيا هم پښتنو په هيڅ ډول د مغولو، انګرېزانو او روسانو د غلامۍ کړۍ خپلې غاړې ته وانه چولې او نه د خپلې پښتونولۍ څخه منکر شول. دا لړۍ تر اوسه همداسې روانه ده.
اوس راځو دې خبرې ته، چې اوس مهال د پښتنو په ضد يوه غټه او سنجول شوې توطيه روانه ده. ددې توطيې اصلي لوبغاړي او ددې لوبغاړو مزدورې کړۍ ټولو ته ښې جوتې دي. که څه هم ولسمشر د هېواد د مشر په توګه بايد د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي په ټولنه کې حق او عدالت ټينګ کړي دا دده دنده ده. که نوموړی خپله دنده ښه ترسره کوي او که نه په دې هکله اولس ښه قضاوت کولی شي.
خو د روڼ اندو دنده څه ده؟
تر هرڅه اړينه ده، چې لومړی د پښتنو د يووالي لپاره يو ملي سياسي جوړښت رامنځته شي او ددې ملي سياسي جوړښت له لوري پښتانه روڼ اندي ددې اولس د ذهنونو په رڼا کولو کې پراخه ونډه واخلي. د هغوی د يووالي لپاره کار وکړي. دا ورته په ګوته کړي، چې اوس مهال ټول پښتانه بايد يو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، دوی د کمونست، طالب، مجاهد او يا په بل نوم يو د بل په وړاندې ونه درېږي او له دې نه هم وړاندې هڅه وکړي، چې په اوسنيو شرايطو کې د پښتنو د ډل وژنې، چې په مختلفو نومونو سره ترسره کېږي مخه ونيسي. ترڅو دوی په دې ډول د خپلو روا حقوقو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي، په خپله ژبه د خبرو او ليکلو، په خپله ژبه د زده کړو حقوق ترلاسه کړي او په دې ډول په سياسي ډګر کې خپل حقوق تامين کړي. د پښتنو د روا حقوقو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي. پښتانه بايد د هېواد او يا د نړۍ په هره برخه کې، چې د پښتون توکمه وګړو حقوق تر پښو لاندې کېږي له هغوی څخه دفاع وکړي، چې دا ټول هيڅکله د نورو قومونو سره د تعصب په مانا نه دی. دا ښکاره ده، چې که پښتون اولس سره متحد شي په هغه صورت کې هيڅ ځواک نشی کولی، چې د دوی روا حقوق تر پښو لاندې کړي.
په زرګونو کلونه کېږي، چې پښتانه د هر ډول جرم او جنايت په وړاندې لکه د غره درېدلي دي خو د پښتونوالې څخه نه دي تېر شوي او دا وياړ يې تر ننه ساتلې دی او د نورو مليتونو او قومونو سره يې هم په ورورګلوۍ کې ژوند کړی دی.
د پښتنو يووالی د افغانستان د ټينګښت په مانا سره دی. نو له دې امله اړينه ده، چې په اوسني مهال کې ټول روڼ اندي، چې پورته يې يادونه وشوه لاسونه سره ورکړي او د پښتنو د يووالي لپاره کار وکړي. د پښتنو لوی مشر خان عبدالغفار خان څومره ښه ويلي دی:
(( يا به يو کېږو ګنې ورک کېږو)).