هند وايي، که پاکستان رشتيا د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی نو د ترهګري ډلي جيش محمد مشر مسعود اظر دي هند ته وسپاري.
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي تېره ورځ چين د ملګرو ملتونو په تور ليست کي د جيش محمد ډلي د مشر مسعود اظهر په تور ليست کي د شاملولو مخه ونيول.
د هند د بهرنيو چارو وزيريري سوشما سوراج په دې هکله وويل: “موږ به له پاکستان سره هغه وخت خبرو ته کښېنو چي پاکستان پر خپله خاوره د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي. خبرپ او ترهګرۍ دواړه یو ځای نه سره کېږي”.
مېرمن سوراج وايي: “ځینې خلک وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان ډېر سوله خوښوونکی دی. که دا خبره حقیقت ولري نو عمران خان دي مسعود اظهر هند ته ور وسپاري “.
جیش محمد ډلي تېره میاشت د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پلوامه سیمه کي د هغه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخيستل چي شاوخوا ۴۰ هندي سرتېري ئې ووژل.