کور / د ماشومانو نړۍ / د شپږکلني مهسا وژني د خلګو سخته غوسه راپارولې ده

د شپږکلني مهسا وژني د خلګو سخته غوسه راپارولې ده

که څه هم په کابل کي د ماشومانو اختطاف نوې خبره نه ده، خو د شپږکلني مهسا اختطاف او وروسته د هغې بې رحمانه وژني د خلګو غوسه راپارولې او قاتلينو ته ئې د اعدام غوښتنه کړې ده.

شپږکلنه مهسا د رواني حوت مياشتي پر ۲۰ د کابل په خيرخانه کي خپل کور ته نژدې وتښتول سوه او يوه ورځ وروسته ئې مړی د يو پول لاندي وموندل سو.

د کابل پوليس وايي، چي د مهسا ماشومي د قتل په تور ئې دوه تنه نيولي او قانون ته سپارل سوي دی.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند بصيرمجاهد وايي، يادو دوو کسانو د کب مياشتي پر ۲۰ نېټه دا ماشومه تښتولې وه او يوه ورځ وروسته ئې وژلې ده.

مجاهد وايي: “اختطافچیانو د نجلۍ تر تښتولو وروسته د نجلۍ له کورنۍ څخه د ۳ لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، د نجلۍ کورنۍ دومره پیسې نه لرلې، تښتونکو تر یوې ورځې وروسته نجلۍ وژلې وه، پولیس لاس په کار سول او تښتوونکي ئې ونیول.”

پرخواله رسنيو د اختطافچيانو د اقرر وېډيو هم خپره سوې ده چي دواړه نيول سوي کسان اقرار کوي چی مهسا ئې وتښتول او د هغې له کورنۍ څخه ئې د ۳ لکو ډالرو غوښتنه وکړه.

په وېډيو کي تښتونکي چي دوه تنه تنکي زلميان دي وايي، وروسته ئې مهسا نومي ماشومه په خپه کولو ووژل.

د مهسا پلار وايي، چي تښتونکو څو ځلي ده ته ټلفون وکړ چي پيسې برابري کړي.

د مهسا پلار وايي، ما د خپلي ماشومي د ژوند لپاره هرڅه کول، خو دا چي زه يو غريبکار يم او د دومره پيسو وس مي نه لاره، نو خپله ګرانه لورکۍ مي له لاسه ورکړه.

پر خواله رسنيو افغانان د مهسا قاتلینو ته د اعدام د سزا غوښتنه کوي.

په کابل، ولاياتو او د هيواد بهر افغانان په غوسه کړي دي او په ټينګار سره د حکومت څخه د قاتلينو د اعدام غوښتنه کوي.

ولسمشر اشرف غني هم پر خپل ټوټرپاڼه ليکلي، چي قاتلينو ته دي د افغانستان د قوانينو په رڼا کي سخته سزا ورکړل سي.