د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېره ورځ په واشنګټن کي د هند د بهرنيو چارو د سکرټر وي جي ګوکلي سره د ليدني کتني پر مهال وويل، چي امريکا د ترهګرۍ
ضد جګړه کي د هند ترڅنګ ولاړه ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د هند د بهرنيو چارو سکرټري په ګډه له پاکستان څخه غوښتي دي چي په خپله خاوره کي د ميشتو ترهګرو په ډلو پر فعاليتونو بنديز ولګوي او د هغوی پر ضد دي جدي ګامونه پورته کړي.
د بهرنيو چارو وزارت په هندي کشمير کي پر هندي نيمه سرتېرو بريد هم په کلکه غندلی دی او په دغه پېښه کي د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه ئې کړې ده.
د هندي کشمير په پلوامه سيمه کي بريد پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد وکړ، چي په ۴۰ هندي سرتېري ئې ووژل.
هند ژمنه کړې وه، چي د پلوامه د بريد غچ به اخلي، همدا وو چي په پاکستان کي ئې د جيش محمد ډلي پر روزنځای بمبار وکړ او ددغي ډلي په لسګونو جنګيالي ئې ووژل.
همداراز د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير هند ته د يو ورځني سفر په ترڅ کي ، ويلي چي د سعودي عربستان حکومت پرته له کوم توپيره د هرډول ترهګرۍ ضد جګړه کي د هند ملګری دی او په دې برخه کي به د هندوستان سره پوره همکاري وکړي.
نوموړي د هند د لومړي وزير نريندرا مودي او د هند د کورنيو چارو د وزيري سوشما سوراج سره د ليدني پر وخت ژمنه وکړه، چي د ترهګرۍ ضد جګړه کي د هند سره اوږه پر اوږه ولاړ دی.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي سعودي عربستان او هند به د ترهګرۍ ځپلو لپاره ګډه کمېټه جوړوي.
په دغه لیدو کتو کي سشما سیوراج او عدیل الجبیر پردې هوکړه کړې چي سعودي عربستان به د هندي مسلمانانو لپاره د حج ونډه دوه لکه کسانو ته لوړوي.
همداراز ژمنه وسوه چي په سعودي عربستان کي به ۸۵۰ هندي بندیان خوشي سي.
نن ورځ هم د امريکا د مل يامنيت سلاکار جان بولټن د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ته ويلي، چي په خپله خاوره کي ميشتو ترهګرو پر ضد جدي ګامونه اوچت کړي.