
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ته په ټلفوني خبرو کي ويلي، چي پاکستان دي په خپله خاوره کي د ميشتو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي .
د امريکا د ملي امنيت له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي جان بولټن د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په هکله ږغېدلی او له هغه ئې غوښتي چي پاکستان دي په هغه خاوره کي د ميشتو ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي.
جان بولټن هم پر خپله ټويټرپاڼه ويلي:
“د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قرېشي سره مي په ټيليفوني خبرو کې وويل، چي په پاکستان کي د ميشتو ترهګرو ډلو لکه جېش محمد او نورو ترهګريزو ګروپونو پر ضد د کوټلي ګامونه واخلي. “
دا د هندي کشمير د پلوامې د بريد وروسته د دواړو مشرانو لومړۍ ټلفوني خبري دي.
له دې وړاندي ايران هم پاکستان ته خبرداری ورکړی دی، چي په خپله خاوره کي ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي ، که نه وي دا کار به ايران وکړي.
د تېري فبروروي مياشتي پر ۱۴ نېټه د هندي کشمير په پلوامه سيمه کي ځانمرګي بريدګر د هندي نيمه پوځيانو پر ګاډي بريد وکړ او شاوخوا ۴۰ تنه ئې ووژل.
د ياد بريد پړه پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيسته.
هند د بريد په غچ کي د پاکستان په خاوره کي د جيش محمد ډلي روزنځای او ستر مرکز بمبار کړ او په سلګونو جنګيالي ئې ووژل.
پاکستان په نړۍ کي د ترهګرو د پاللو، هغوی ته د مرستو برابرولو او د سيمي د امنيت خرابولو کي ترټولو ستر مرکز دی او له همدې امله نړيوال غواړي پر دغه هيواد فشارونه زيات کړي ترڅو له خپل ترهګريز سياست څخه لاس واخلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه