کور / تازه خبرونه / مايك ګرېول: بوش محاكمه كوو

مايك ګرېول: بوش محاكمه كوو


جمهوري رياست ته د ديموكراتانو د ګوند پخوانى اميدوار مايك ګرېول وايي ډبليو بوش په جنګ جنايتونو او غير انساني كړنو تورن دئ چي بايد محكمې ته راكش سي.
نوموړى وايي د بوش د واكمنۍ له پاى ته رسېدو سره سم بايد هغه په افغانستان او عراق كي د زرونو كسانو د وژني په تور داسي محاكمه سي چي بايد هيڅ ډول نرمي ورسره ونه سي.
مايك ګرېول وايي ډبليو بوش پر عراق او افغانستان د يرغل پر مهال په زرونو كسان وژلي، بايد يوازي له سپيني ماڼۍ څخه د هغه پر وتلو بسنه ونسي، بلكي تر ټولو ښه لار يې محكمې ته د ډبليو بوش راكشول او په سزا رسول دي.