کور / روغتيا / جاپانۍ ښځه د نړۍ د ترټولو د اوږده عمر مېرمن وپېژندل سوه

جاپانۍ ښځه د نړۍ د ترټولو د اوږده عمر مېرمن وپېژندل سوه

په ګينس نومي کتاب کي چي د نړۍ د اوږد عمر لرونکو ريکارډونه پکي ثبتېږي، تازه په تازه ئې يوه جاپانۍ مېرمن د نړۍ د ترټولو د اوږد عمر لرونکو کسانو په توګه ثبت کړې ده.
دا مېرمن کانه تاناکا نومېږي او د جاپان د فوکوکا په ښار کي اوسېږي.
مېرمن تاناکا د ۱۱۶ کالو ده او په رياضي کي خورا مهارت لري.
ويل کېږي دا ښځه هرسهار پر ۶ بجې له خوبه راپاڅي او د رياضي تمرين هم کوي.
تاناکا په ۱۹۰۳ کال کي زېږېدلې ده.
جاپان د نړۍ د ترټولو ډېر عمر لرونکي کسان لري او په دغه هيواد کي اتيا کلن کسان هم د ټولني فعال کسان ګڼل کېږي.
له دې وړاندي يوه بله مېرمن چي هغه هم جاپانۍ وه د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه سوه.