د ننګرهار چارواکي وايي، چي د ملي امنیت منسوبینو په جلال اباد ښار کي د ګڼ شمیر کسانو قاتل او د لشکرطیبې په ګډون پنځه وسله وال مخالفین نیولي .
چارواکي وایي،په ننګرهار ولایت کي د ملي امنیت مؤظفینو په تېرو دوو ورځو کي ۶ تنه نیولي،چي په کي یو تن د ګڼ شمیر کسانو وژونکی،یو د پاکستان مېشتي لښکر طیبې ،یو د داعش او درې د وسله والو طالبانو غړي شامل دي .
د دې ولایت والي شاه محمود میاخیل نن د کب پر ۱۸مه ملي امنیت ریاست کي په داسې حال کي د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته مالومات ورکړل،چي د ملي امنیت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي هم شتون درلود.
نوموړي وویل، د اجمل په نوم یو قاتل چي په پرلپسې وژنو کي یې لاس درلود،په داسې حال کي چي غوښتل یې یو تن سوداګر ووژني،د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې د درونټې په سیمه کي موخې ته تر رسیدو وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د یو میل کلاشینکوف سره یو ځای ونیول سو.
هغه زیاته کړه، د ملي امنیت منسوبینو همدا راز د سمیع الله په نوم د لښکر طیبې تروریستي ډلې فعاله غړی،چي په پاکستان کي د ترهګریزو کړنو روزنه تر لاسه کړې وه،د جلال اباد ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کي ونیول سو.
ښاغلی میاخیل وایي،د معصوم په نوم یو کس چي په خالد مشهور دی،د داعش ډلې فعاله غړی دی،د ملي امنیت مؤظفینو د جلال اباد ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کي نیولی دی،همدا راز د شیرخان مشهور په غورځنګ،دلاور مشهور په علي او سیاف،چي د جنګي طالبانو فعاله غړي دي،د بهسودو او غني خیلو ولسوالیو په مربوطاتو کي نیول سوي دي .
خو په دې تړاو طالبانو تردامهاله څه نه دي ويلي.