نن د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ده، دا ورځ د نړۍ په ټولو هيوادونو کي لمانځل کېږي.
ددې ورځي د لمانځلو موخه داده چي د ښځو په ژوند کي بدلونونه راسي او د مېرمنو وړتياوي راښکاره سي.
په نړيواله کچه ښځي په يو ډول نه يو ډول تر فشار لاندي دي.
په پرمختللو ټولنو کي هم ښځي د بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په دفترونو کي د جنسي ځورنوي څخه نېولې بيا د ژوند د لومړنيو اړتياوو تر محرومۍ پوري هره ناخواله ترډېره د ښځو په برخه رسېدلې ده.
افغانستان هم يو له هغه هيوادونو څخه دی چي د ښځو ژوند پکي د کړاوونو ډک دی.
دوديز نزاکتونه، بې سوادي، اقتصادي ستونزي او سياسي حالات هغه څه دي چي د افغان ښځي ژوند ئې په کړاوونو کي راچاپېره کړی دی او د پرمختګ له ډېرو چانسونو څخه ئې محرومه کړي دي.
په تېرو ۱۵ کلونو کي که څه هم د افغان مېرمنو په ژوند کي مثبت بدلونونه راغلي دي، خو بيا هم ښځي په تېره بيا په کليو او بانډو کي د ژوند د سترو ننګونو سره مخ دي.
کورنی تاوتريخوالی چي د انسان پر اروا بد اغېز پرېباسي ترډېره ئې قربانيان مېرمني دي.
په افغاني ټولنه کي ښځي د ګڼو ستونزو سره مخ دي، په بدو کي ورکول، لوړ ولور، له تعليم څخه بې برخي کېدل، په وغتيايي برخه کي د ښځو نه پوهاوی هغه ستري ستونزي دي چي افغان مېرمن ورڅخه کړېږي.
سياسي حالاتو هم د نارينه وو ترڅنګ د ښځو پر ژوند ستر اغېز کړی دی، که له يوې خوا ښځي په سياسي ميدان کي ګوښه سوي دي خو بل لور بيا د سياست منفي څپو افغان مېرمني وهلي دي او دهغوی د پرمختګ مخه ئې ډب کړې ده.
که څه هم اوس افغان مېرمني ښووني او روزني ته د پخوا په پرتله ډېر لاسرسی لري، خو لا هم ډېره اړتيا ده چي د تعليم په ډګر کي مېرمنو ته زمېنه مساعده سي.