په ټورنټو کي لروبر افغانانو په شهید ارمان پسې د قران عظیم الشان ختم وکړ!
نن جمعه د (۱۵ فبرووي) د پروفیسر شهید ارمان لوڼي د شهادت په خاطر په ټورنټو کي میشت افغانانو د قران عظیم الشان ختم وکړ.
په دغه مراسمو کي چي د لروبر ګڼ شمېر افغانانو ګډون کړی و د قران عظیم الشان د ختم تر مراسمو وروسته د شهید پروفیسر ارمان لوڼي د شهادت په خاطر د هغه له کورنۍ او د ټوله محکوم افغانستان د اوسیدوکو سره خپله خواخوږي سرګنده کړه او دې غونډي ته د شهید ارمان خور وړانګي لوڼۍ ویډیو پیغام، چي ددې غونډي په مناسبت یې رالیږلی و وړاندي سو.
په پیغام کي وړانګي لوڼۍ وویل “ شهید ارمان د لروبر افغان د ارمانونو شهید دئ، د ټولو افغانانو څخه زموږ له کورنۍ سره په دې درانه غم کي د ګډون او غمشریکۍ څخه مننه کوم.
زه له ټولو افغانانو څخه دا هیله کوم، چي د شهید ارمان د ازاد، خپلواک، سوکاله او پر خپلو پښتو ولاړ لروبر ټبر د جوړېدو ارمان پوره کړي او په خپلو منځو کي اتحاد او اتفاق وساتي”. په کاناډا کي میشتو افغانانو د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي د شهید ارمان هغه ارمان ور پوره کړي، چي غوښتل یې خور یې “وړانګه لوڼۍ” د طب ډاکټره سي او هغې ته په افغانستان کي د طب په برخه کي د زده کړو زمینه برابره کړي او که افغان حکومت دا کار نه کوي، نو دلته میشت افغانان به په شخصي پوهنتونونو کي د وړانګي لوڼۍ د زده کړو ټوله لګښت پر غاړه اخلي.
ددې ور اخوا به د شهید ارمان د کورنۍ سره هر اړخیزه مرسته کوي او د شهید ارمان او نورو پښتنو د شهادت او زوروني په اړه به د کاناډا پارلمان، د بهرنیو چارو وزارت، د لومړي وزیر دفتر او په کاناډا کي ګڼ شمېر د بشري حقونو سازمانونو او اشخاصو ته د پاکستاني ترورستي ادارې په اړه شکایت لیک سپاري.
https://www.facebook.com/156772534354136/posts/2264891250208910?sfns=mo