دافغانستان حکومتي چارواکو او دناټو په مشرۍ دایساف ځواکونو ادعا کړی چې تېره شپه یې د خوست ولایت په سپېری ولسوالۍ کې تر سلو پوری وسلوال وژلي دي، لر او بر ویبپاڼې ته دایساف له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې تېره شپه دوه بجې وسلوالو د سپېری په ولسوالۍ برید وکړ او په ملي پولیسو یې برید خښ کړی ایساف خبرپاڼه کې لیکي چې دوی دهغوی مرستې ته ورودانګل او له هوايي ځواک څخه یې کار اخېستی دی.
ایساف ویلي چې دوی تر سلو پوری وسلوال ووژل بل لورته د وسلوالو طالبانو ویاندویان بیا دغه ادعا نه مني دوی وايي چې وسلوالو طالبانو د سپېری ولسوالۍ نېولې وه او شپږ پولیس یې وژلي دي هغوی دا هم زیاته کړه چې دوه رینجر موټر یې هم له ځان سره وړي دي.
دا ډول د خوست والي ارسلا جمال بیا رسنیو ته ویلي چې پدی پېښه کې له ۵۰ تر ۷۰ پوری وسلوال وژل شوي دي.
د خوست والي ارسلا جمال دا هم ویلي چې پدی پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور بیا ټپيان شوي دي ، سپېره د خوست ښار سويل لوېديځ ته د پاکستان له شمالي وزيرستان سره پر پوله پرته ولسوالي ده.