کور / سياسي / غريب جنګ ته پيدا شوى!

غريب جنګ ته پيدا شوى!

ليکوال ح حقوېش،

ولسمشر خپله مني چي په څلورو کالو کي 45زره انسانان له یوې خوا وژل شوي چي په هره ورځ کي 31 انسانان وژل شوي. او دولت د بل لوري مرګ تر دې زيات ښيي، تاسو يې شمېره 50 وښيي چي د دواړو لوريو څخه تقريباً 80 انسانان د ورځي په افغانستان کي وژل کيږي. او ددې دواړو لوريو انسانان افغانان دي يو يې مذهب دې، يو يې هېواد دى، يو يې قانون دې، دواړه لوري لمونځ کوي، کلمه وايي، روژه نيسي، ځانونه ته مسلمانان وايي خو بيا يې هم په خپلو کي ښکرونه سره ورکړي دي. او هر يو ځانته په حقه وايي.
خو!
بدبختانه چي دا ټول انسانان فقط د يو څو انسانانو لپاره قرباني کيږي. هغه تل په دې هڅه کي دي چي د جګړې اور ته لمنه ووهي او د انسانانو په سرونو يې تازه کړي، دوى ورته خپل ځانونه تاوده کړي ښه خوشحاله او سوکاله ژوند ولري، اولادونه يې په نورو هېوادونو کي چړچې وکړي. خو دا انسانان چي د پرديو د ګټو لپاره قرباني کيږي آيا دا انسانانو ته ښه ژوند خوند نه ورکوي؟
دا انسانان مور، پلار، خور، ورور نه لري؟
دا انسانان مېرمن او اولادونه نه لري؟
دا انسانان د قربانۍ لپاره پيدا شوي دي؟
په دې انسانانو ځانونه نه دي ګران؟
دا انسانان شوق نلري؟
که دا انسانان تر نورو ټيټ پيدا شوي؟
يا ټوله انسانان يو ډول دي نه له چا کم نه له چا زيات دي، هر انسان د ژوند کولو لپاره پيدا شوى دې، هر يو ته حق ورکول شوى دې چي ښه او خوشحاله ژوند وکړي، هر يو کورنۍ لري مور لري پلار لري خور، ورور لري، مېرمن او اولادونه لري.
نو دا يو څو د ګوتو په شمېر کسان د جنګ ګټي خوري او غواړي چي خلک شاته پاتي ژوند ولري او تل د دوى تابع ووسي، څو دوى يوه اوږده واکمني ولري.