ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی
د انسان له پیدايښت سره سم جگړې هم پیل شوې. ټولې جگړې رد کېدای نهشي او نه ټولو جگړو ته جواز ورکول کېدای شي؛ خو هرې جگړې تر شا د زرگونه انسانانو ککرۍ پرېښې دي. د انسان د پیدايښت له ورځې تر ننه پورې تل هڅه شوې، چې یو انسان پر بل انسان خپل واک، زور او امر ومني. دغه غوښتنې کله سمې او کله ناسمې وې. اوس هم د نړۍ په گوټ ـ گوټ کې جگړه روانه ده. د ځینو جگړو تاریخونه لیکل کېږي او د ځینو جگړو د تاریخ د منځه وړلو هڅه کېږي. په اوسنیو جگړو کې یوازې د وسلو جوړولو د فابریکو د څښتنانو گټې دي او نور خلک پکې هسې لولپه کېږي. یا ځینې انسانان دې ته اړ شوي، چې د خپل هېواد، خپلې خاورې او د خپل دین لپاره هرې قربانۍ ته چمتو شي او جگړه وکړي. اوسنیو زبرځواکونو د جگړې تعریف بدل کړی او خپلې ټولې چټلۍ په نورو هېوادونو کې کوي. دوی یوازې مالي زیان کوي؛ خو نور هېوادونه د یوې ورځې په تېرېدو هم نیمه پېړۍ شاته پاتې پرېږدي.«په بېلابېلو هېوادونو کې، د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ، د بېلابېلو ډلو ترمنځ به جگړه روانه وي » له بدهمرغه اوس لوی قدرتونه خپلې جگړې په اسلامي هېوادونو کې کوي او د اسلامي هېوادونو تش په نامه واکمنان د لویدیځ په لمن کې پراته دي. دوی د لویدیځ له یو امر نه سرغړونه نه کوي او خپل خلک د نورو گټو لپاره وژني. په لومړۍ او دویمه نړیواله جگړه کې تر ۱۲۰ میلیونه ډېر خلک ووژل شول. اوسنۍ جگړې به هېڅکله پای ونه مومي او دغه لړۍ به تر قیامته روانه وي. دلته د لسو هغو جگړو یادونه کوو، چې ډېر خلک پکې وژل شوي وو. ۱: دویمه نړیواله جگړه(۱۹۳۹ز نه تر ۱۹۴۵ز پورې) دویمه نړیواله جگړه د انسان په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ جگړه ده. په دغه جگړه کې هم متحدینو او هم متفقینو برخه واخیسته. د وخت زبرځواکونه د یو بل تر شا ودرېدل او د وینو سېلابونه یې وبهول. په دغه جگړه کې د وخت ټولې وسلې وکارول شوې او د «ډیموکراسۍ علمبردارې امریکا» پر جاپانیانو اټومي وسله وکاروله. د اټومي وسلې کارول د لومړي ځل لپاره و، چې د جاپان ناگاساکي او هېروشیما ښارونه یې له خاورو سره برابر کړل. په دویمه نړیواله جگړه کې ډېر زیان اروپا وکړ او تر ۷۰ میلیونه ډېر انسانان پکې ووژل شول. ۲: د مغُلو جگړه:(۱۲۰۶ز نه تر ۱۳۶۸ز پورې) د ۱۳مې پېړۍ په پیل کې مغُولیانو پر ځینو اسیايي او ختیزې اروپا بریدونه پیل کړل. پوره یوه نیمه پېړۍ مغلویانو پر مسلمانانو له هېڅ جنایت لاس وانهخیست. د اسلامي تمدن مرکز«بغداد» پکې چور شو او کتابونه یې په سیندونو کې لاهو شول. د مغلویانو په جگړه کې تر ۶۰ میلیونه ډېر خلک ووژل شول، چې ډېر یې مسلمانان وو. د مغلو سر تر افغانستان هم راورسېده او اوسني هزارهگان یې دلته د نمونې په ډول پرېښودل. د چنگېز اولادې بیا پېړۍ ـ پېړۍ پر هندوستان واکمني هم وکړه. ۳: لومړۍ نړیواله جگړه: (۱۹۱۴ز نه تر ۱۹۱۸ز پورې) د ۱۹۱۴ز کال د جولای په ۲۸مه په اروپا کې لومړۍ نړیواله جگړه پیل شوه. په دغه نړیوال اشر کې د وخت زبرځواکونو برخه واخیسته او پوره څلور کاله یې سره ښه ووژل. د لومړۍ نړیوالې جگړې د قربانیانو شمېر تر ۵۰ میلیونو پورې رسېږي. د بشریت په تاریخ کې دغه جگړه بېسارې وه، چې ډېر انسانان پکې ووژل شول؛ خو تلفات یې له دویمې نړیوالې جگړې ۲۰ میلیونه کم وو. ۴: د جاپان د امپراتورۍ جگړه:(۱۸۹۴ز نه تر ۱۹۴۵ز پورې) تر دویمې نړیوالې جگړې پورې د جاپان د امپراتورۍ جگړه روانه وه. په دغه موده کې ۲۰ میلیونه انسانان ووژل شول او پر جاپان د امریکا د اټومي بریدونو وروسته جاپان تسلیم شو او دې اوږدې جگړې ته د پای ټکی کېښودل شو. په ۱۹۴۷ز کال کې په جاپان کې نوی اساسي قانون تصویب شو او د دې جگړې ټغر هم ورسره ټول شو. ۵: د روسیې کورنۍ جگړه: (۱۹۱۷ز نه تر ۱۹۲۲ز پورې) په روسیه کې د سره پوځ «بلشویکانو» او سپین پوځ ترمنځ جگړو پنځه کاله وخت ونیو. په دغه جگړه کې د ځینو هېوادونو پوځیانو له یوې ډلې او د ځینو هېوادونو پوځیانو له بلې ډلې ملاتړ کاوه. د روسیې د دې کورنۍ جگړې په پایله کې ۷ میلیونه خلک ووژل شول، چې وروسته یې غچ د منځنۍ اسیا له هېوادونو او په ځانگړي ډول له افغانانو واخیستل شو. ۶: د ناپیلیون جگړې: (۱۸۰۳ز نه تر ۱۸۱۵ز پورې) د ناپیلیون په وخت کې فرانسه د اروپا یو قدرت لرونکی هېواد و، چې غوښتل یې د واک سیمه پراخه کړي. د ناپیلیون په جگړو کې فرانسې د اروپا ډېرې سیمې ونیولې؛ خو له روسیې سره د مخامخ کېدو وروسته یې ماتې وخوړه او ورسره دغه جگړې هم پای ته ورسېدې. د ناپیلیون په جگړه کې شپږنیم میلیونه خلک وژل شوي وو. ۷: د اروپا درې کلنه جگړه: (۱۶۱۸ز نه تر ۱۶۴۸ز پورې) په اوولسمه پېړۍ کې په ټوله اروپا کې جگړه پیل شوه. تراوسه څېړونکي نه پوهېږي، چې د دې جگړې اصلي لامل څه وو. په دغه جگړه کې تر ۵ میلیونه ډېر خلک ووژل شول او د اروپا ډېر ښارونه پکې وران شول. ۸: د ویتنام جگړه: (۱۹۵۵ز نه تر ۱۹۷۵ز پورې) په ویتنام کې د امریکا د موجودیت سره سم په دغه هېواد کې جگړه هم پیل شوه. دغه جگړه د هندوچین د دویمې جگړې په نامه هم مشهوره ده؛ خو وروسته یوه امریکايي ـ ویتنامي جگړه شوه. په دغه جگړه کې د ویتنام شمالي برخې د چین له ملاتړ او سویلي سیمې یې د امریکا تر ملاتړ لاندې وې. د ویتنام په دغه جگړه کې یو میلیون ملکیان ووژل شول او زرگونه نور تري تم شول. د امریکا له ماتې وروسته د ویتنام جگړه هم پای ته ورسېده. ۹: د افغان شوروي اتحاد جگړه: (۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ پورې) پوره یوه لسیزه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان کې جگړه وکړه. د دې جگړې وروسته شوروي اتحاد هم دړې وړې شو؛ خو له هماغې ورځې افغانستان یو ځل بیا د یوې بلې جگړې په ډگر بدل شو. د شوروي اتحاد او افغان مجاهدینو ترمنځ په دغه جگړه کې د هېواد ډېرې بنسټیزې پروژې له منځه یوړل شوې، څلور نیم میلیونه افغانان کډوال، یو میلیون معیوب، دوه نیم میلیونه شهیدان او پایله یې د کابل په ورانۍ پای ته ورسېده. په دغه جگړه کې امریکا، برېتانیا، سعودي عربستان او گڼو هېوادونو د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه؛ خو اوس هماغه هېوادونه د امریکا ضد خلک «تروریستان» یادوي. ۱۰: د امریکا کورنۍ جگړه: (۱۸۶۱ نه تر ۱۸۶۵پورې) د امریکا د کورنۍ جگړې مهم لاملونه د ځینو ایالاتو د خپلواکۍ غوښتنه، له تور پوستو سره ظلم او اجباري کارونه وو. په امریکا کې اوس هم ځینې ایالاتونه غواړي چې خپلواکي واخلي او یو جلا هېواد شي. د امریکا په دغه کورنۍ جگړه کې تر ۸سوه زره ډېر خلک ووژل شول. امریکا اوس خپلې ټولې جگړې د خپلې جغرافیې بهر کوي او خپل خلک یې ارام پرېښي دي.