ثناالله وحيد
د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين يه يوې نوې او تازه ويډيو کې پر پښتنوځوانانو غږ کړى چې له قبايلت څخه لاس واخلئ او يو پښتون ملت شئ .
( زه يو سوال خپلو پښتنو ځوانانو ته کوم ، اى پښتنو ځوانانو! له قبايلت نه ووځئ ،د قبيلو نه ووځئ ،پښتانه شئ ،ملت جوړ شئ ،تاسې خو يو ملت خو يوځل شئ هم ، زه وايم هم ، زما زړه کيږي ،چې چيرته ټول پښتانه يوځل راټول شوى واى ،او خبره موسره کړاى واى چې يو مياشت لپاره به اتفاق وکړو د ملت په توگه ، دهېڅ شي په توگه هم نه ،ولاکه د پښتنو دملت جوړيدو لپاره د پي ټي يم نه هم دلرې کيدو وخت راځي هغه به هم کوو خو چې قوم يو وي ، ملت يو وي دهغه دپاره خو مونږ هرشي ته تيار يو، نوتاسې ملت جوړشئ ما ويل چې چيرته به راټول شو او داسې واى چې د يومياشت لپاره به اتفاق ووکو که خوند يې نه وو بيرته بيا سره خواره شو ان شا الله داسې يو پروگرام به هم سره جوړوو تاسو خو بياهم درته وايم قبايلي سوچ ، قبايلت ، ما که څوک په قبايلي باندې سيپورټ کوي زه درته وايم ما مه سپورټ کوئ په قبايلت باندې ،ما که څوک په دې باندې سپورټ کوي چې يا زما د خېل دى ، يا زما د وزيرستان يا قام
ما په پښتونوالۍ باندې سپورټ کړئ ما نه ، پي ټي يم درته يادوم دا خو مې دځان خبره وکړه چې زما نام زيات استعماليږي ، پي ټي يم قطعا په قبايلت يا قبايلي سوچ باندې مه سپورت کوئ
په ملت جوړشئ دغه ( پي ټي يم) په پښتون ملت سپورت کړئ مونږ او تاسې په لويه کې پښتانه يو بيا لاندې قبيلې يو ان شاالله که يو ځل پښتون جوړ شو بيا به قبيلې جوړې وي قبيلې نه ورک کيږي چې پښتون جوړ شي که پښتون نه وي جوړ شوى ولا يوه قبيله نه شي جوړيداى داکيسه په ذهن کې وساتئ )