علي پور پرون په کابل کي د ملي امنيت ځواکونو له لوري ونيول سو، چي وروسته د نوموړي په ملاتړ هزاره توکمو د تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل کړل.
علي پور چي په شمشېر قومندان مشهور دی، د ميدان وردګو ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چي درې کاله وړاندي ئې په دغه ولايت کي وسلواله ډله جوړه کړه او وروسته غور ولايت ته ولاړی او هلته ئې خپلسري وسلوال سره راټول کړه او يوه ناقانونه وسلواله ډله ئې جوړه کړه.
پر نوموړي د وژنو، جنسي ځوررونو او چور و چپاول تورونه دي.
علي پور د ولسي وګړو په وژنه کي ککړ شخص بلل کېږي. افغان دولت وايي، چي نوموړي د بزګرانو، سوداګرو او عامو مسافرو څخه د باج په شکل پيسې اخيستې ترڅو د خپلي غيرقانوني وسلواله ډلي مالي امکانات پرې برابر کړي.
د علي پور د نيول کېدو په غبرګون کي د کابل په لوېديځ کي ګڼ شمېر خلک لارو کوڅو ته راووتل او د نوموړي د خلاصون غوښتنه ئې کول.
لاريون کونکو د پوليسو ۸ پوستې وسوځولې او ۵۰ تنه پوليس ئې ژوبل کړل، همداراز ئې موټرو ته اور اچولی دی او درانه مالي زيانونه ئې واړول.
بل خوا د ميدان وردګو ولايت ډير شمېر اوسيدونکو د خپلسري وسلوالو د مشر قومندان علي پور پر ضد لاريون وکړ او له دولت څخه يې د نوموړي د محکمه کيدو غوښتنه کوله.
اعتراض کوونکو له دولته وغوښتل چي د مجرمينو او جنايتکارو پر سر هيڅ رقم جوړجاړی ورته د منلو وړ نه دی که داسي نه وي نو مجبور دي پخپله وسله واخلي او د قومندان علي پور او شجاعي غوندي جنايتکارو څخه د خپل سرو مال دفاع وکړي.
خو نن علي پور له زندان څخه خوشي سو.