کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د جينوا (ژينيو)دمعاهدې شل کاله پس دافغانانو تازه صورتحال

د جينوا (ژينيو)دمعاهدې شل کاله پس دافغانانو تازه صورتحال

افغانستان کښي د ثور د پوځي پا څون  نه وروسته ، پاکستان د امريکې د متحده ايالاتو په مرسته  اوپه پاکستان کې ميشت  افغان جهادي مشرانو په ملګرتيا د افغانستان سياست ته ورننوتل او دغه هېواد يي په اوږد مهالې کورنۍ جګړه اخته کړو. د پخواني شوروي اتحاد تريرغل وروسته ډېر شمير افغانان  پاكستان  او نورو هېوادونو ته كډوال شول، دغه مهال  پاكستان ته  ښه موقع ترلاسه شوه  ترڅو  دغې حالات د ځان په ګټه مخکي بوځي .  د افغانستان  خلکو فکرکاوۀ  چی د شوروی اتحاد د قطعاتو له ستنيدلو وروسته  چې افغان  مخالفينو جنګ ته  د دوام ورکولو يواځينی عامل ګاڼه   او په  همدې  پلمه يي  جهاد کاوه  خاتمه پيداکړي  او په سيمه کې به  د ثبات او امنيت  عامل  وګرځي ، وسله والې نښتې به بندې شي،  د خلکو دا محاسبه سمه او پر ځای  وه، ځکه  چی د ژينيو د تړون په اساس د شوروي لښکر ووتل د جنګ د تامين کېدو لپاره نور هيڅ دليل  پاتي نه  شو . د اپريل ١٤ کال ١٩٨٨ په ژينيوکې د افغانستان او پاکستان ترمينځ  د ژينيو تړون لاس ليک شو ددې تړون اصلي موخه دافغانستان نه د شوروي اتحاد فوځيانو وتل وه،  په بين المللي سطحه ددې تړون تظمين کوونکي  شوروي اتحاد او د امريکي هېوادونه و، مګر د دې  معاهدو برخلاف  په پاکستان کې د ميشته تنظيمونو مشران د پرديو  په لاس کې د بيځايه او بې روحه وسايلو په توګه د افغانستان د پوځي اش
�ل، د خلکو د قتل او وژنې او د هغې د ورانۍ په فکر کې شول ، دغوافراطي تنظيمونو د افغانانو په خاوره د تېرى شروع کړو  او هلې ځلې يې وکړې ترڅو چی د افغانانو  ملي واکمني، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکي له خطر سره مخامخ کړي.  دا دى اوس ددې معاهدې شل کاله پوره شول، د شوروي قواوي په افغانستان کې وجود نه لري  مګر بيا هم د افغانانو  په هېواد کې ورځ  په ورځ حالات مخ  په خرابيدو دي او  زمونږ خلک د ترهه ګرۍ په نامه وژل کيږي دغه جګړه په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کې پرمخ بيول کيږي او زمونږ پښتانه ورونه ورسره لاس او ګرېوان دي او د هرې ورځي په تيرېدو سره خطرناک موړ ته داخليږي.



 د روسيې د اکادمۍ د شرق شناسۍ په  انستيتوت کې د افغانستان د څانګي امر ويکتورکارګون د ژينيو د تړون  په هکله  داسې وائي  (( د ژينيو  د توافقاتو مرحله په افغانستان کې  د شوروي اتحاد د پوځونو په تاريخ کې  ډېره پيچلې مرحله  شمېرل کيږي  دغه خبره د نووستي اژانس په مطبوعاتو کې د اپريل په ١٤ کال ٢٠٠٨ کې  خپره  شوه . په دې مطبوعاتي کنفرانس کې  وويل شول  (( مونږ د ډېرې اوږدې مودې پورې چې د اندروپوف لخوا په کال 1982 کې وړاندې شوې وه  په دې کوشش کي وو،  هغه ددې معاهدې د سسبوتاژ کيدو مسووليت د امريکا په غاړه واچولو.دوي  وويل:   ځينې خواوي په امريکا کې د افغانستان د مسئلې د حل
 په هکله خوش بينه وې  مګر ځينو خواو غوښتل ترڅو افغانستان  په شوروي  ويتنام  تبديل شي .  د کارګون په عقيده ګرچې د ژينيو پرېکړې شوروي اتحاد ته دا موقع ورکړه ترڅو خپلې قواوې د افغانستان نه  وباسي ولې  په کلې شکل سره يي  ونه شول کولاى  ترڅو د افغانستان مسئله حل کړي  هغه زياته کړه چې دغه عمل د شوروي  اتحاد د پوځونو د وتلو لپا ره يو وريانت ؤ ځکه چې بله کومه لاره موجوده نه وه، ويکتورکارګون د شوروي قواوو د وتلو نه وورسته را مينځ ته شوو حوادثو په هکله  د يوې تبصري  په شکل سره وويل، د رباني سفر شوروي اتحا د ته د ډاکټر نجيب آلله د حکومت د سقوط نه  شپږ ميا شتي وروسته  Ù �ه کال 1991  کې ترسره شو، هغه زياته کړه�يد په مختلفو قوتونو  اتکا شوې واى مګر مونږ يواځې د شمالې افغانستان په اقليتونو اتکاه  وکړه  دغه اتکا يو غير منتقي کار و، کارګون د شووري اتحاد د وخت د مشکلاتو په هکله  هم خبري وکړي  وويل چې مونږ هغه وخت  د افغانستان  په فکر کې نه وو ))  ورځپاڼه ليکي چې عبدالوکيل د هغه وخت خارجه وزير په مختلفو طريقو سره دغه مذاکرات شاته اچول او د اسنادو د هماهنګ کېدو نه يې ځان يوخوا ته کاوه،  د پاکستان سره د خبرو لپاره نه حاضرېده او په دې وجه به مذاکرات قطع کيدل د اپريل په 7 تاريح کال 1988 کې ميخائل ګورباچوف د مذاکراتو د بيا شروع کېدو په خاطر په تاشکندکې د ډاکتر نجيب الله سره خبرې وکړې  دواړو رهبرانو د مذاکراتو  د بيا شروع کېدو غوښتنه وکړه  ترڅو د سولې خبرو  او د ژينيو توافقاتو ته احترام وشي  او زور يي راوړ  چې د دې توافقاتو د لاسليک کېدو په صورت کې به د شوروي اتحاد قوتونه  د 9 مياشتو په دوران کې  د مۍ د مياشتې تر 15 نېټې کال 1988 پورې خپل وتل شروع کړي، په دې دوران کې  د امريکا هېواد د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو په ننداره کې و او شوروي اتحاد د توافقاتو د لاسليک په کوشش کې و، مګر ډېر زر څرګنده شوه چې پاکستان  د دې توافقاتو په فکر کې نه و،  د مۍ د مياشتې تر 15 نېټې کال 1988 پورې نه يوازي دا چې په افغانستان کې مداخله بنده نه شوه بلکې اضافه هم شوه، د پاکستان هېواد د مجاهديÙ د ليږلو لپاره ټول امکانات برابرکړل او د سرحد له لارې يې د اسلحې لوى لوى کاروانونه  بدرګه کول، ولې د دې ټولو مداخلو باوجود د شوروي اتحاد پوځونه د جدول په اساس ووتل دغه وتل په دوه مرحلوکې ترسره شول په لومړۍ مرحله کې چې د اګست تر 15 نېټې کال 1988 پوري دوام وکړ چې تقريباُ د شوروي اتحاد نيمايي پوځيان د دې هېواد نه  ووتل دا چې بلې خوا څخه د دې تعهداتو د اجرا په خاطر صادقانه کار نه کېده نو شوروي اتحاد په کال 1988 کې د اګست په مياشت کې يوه اعلاميه صادره کړه په دې اعلاميه کې ويل شوي ول  چې د پاکستان د لوري  څخه په افغانستان کې  مداخله کيږي او دغه لړۍ روانه  ده. په پاکستان کې د مجاهدينو عبوري حکومت تاسيس شو  چې دا کار  په ښکاره ډول سره د پاکستان د حکومت لخوا  د ژيينو د توافقاتو خلاف ورزي وه. د اګست  په مياشت کال 1991 کې د مسکو حوادثو د ډاکټر نجيب الله په حکومت  تاثير واچوه، د سپتمبر کال 1991 کې جميس بېکر د امريکا خارجه چارو وزير او د شوروي اتحاد د خارجه چارو وزير بوريس پانکوف شاملو غاړو ته د سلاح د نه لېږولو موافقه لاسليک کړه،  دغه موافقه نامه د سپتمبر په لومړۍ نېټه کال 1992 کې لاسليک شوه دغه عمل د ډاکټر نجيب الله د حکومت د کمزورتيا او د حکومت په مينځ کې د بې باورى فضا پيداکړه، د اپرېل په مياشت کال 1992 کې د ډاکټر نجيب الله Ø
 �کومت سقوط وکړ مګر مسلحانه مبارزه په�واد کې قطع نه شوه، په افغانستان کې قومي جنګونه پيل شول دغه قومي جنګونه په داخلې جنګونو  بدل شول.  بلاخره په کال 1996 کې طالبان قدرت ته ورسېدل  :  Afghan.ru وېب پاڼه د فارسي نه ترجمه  17-4-2008 ))
د ژينيو د ټړون په دوران کې د افغانتسان د وخت جمهور رئيس  ډاکتر نجيب الله  ددې تړون نه د خلاف ورزۍ  په هکله داسې وويل  ((    د شوروي اتحاد د قطعاتو د ستنېدلو په درشل کې مخالف افراطيون په ډېرو مودرنو وسلو او تجهيزاتو مسلح شول او د پاکستاني پوځيانو تر مستقيم ملاتړ لاندې د افغانستان جمهوريت په خاوره کې نفوذ‌ کوي.  هغوی د ښارونو په اوسېدونکو حملې کوي، په اقتصادي تأسيساتو، ښوونځيو، لويو  لارو هوايي ميدانونو، مقدسو ځايونو او عامه دارايی ګانو باندې يرغل کوي او لوټوي يی.  هغه  د ژينيو  دپريکړي نه وروسته مخالفينوته داسې وړانديزهم وکړ((  راځئ  يو ځل بيا هغوي څخه چې په افغانستان کی ئی د شوروي  قواؤ موجوديت د جنګ علت شميره پوښتنه وکړو چې که چيرې د شوروي  قطعاتوموجوديت له دولت سره د تاسو د توافق او د جګړی د بنديدلو خنډ ؤ، نو اوس د څه لپاره تاسو د وطن او خلکو په ضد جنګيږي.  هغوي چې تر پرونه  پورې ئي  په خپلو جګړو او مسلحانه فعاليتو باندی د جهاد نوم ايښی ؤ نو اوس ولې د افغانستان د مسلمانانو په  مقابل کی جنګ ته دوام ورکوي، او هره ورځ په هېواد کی د يوه افغان او يوه مسلمان وينه تويوي .  ))   اما وليدل شو چې  دغوتنظيمونودافغانتسان دوخت مصالحي پروګرام اود ژينيو تعهداتو ته په مرمي ځواب ورکړ  که چيرې  دوي د هغه وخت دسولې پر و ګرام ته مثبت ځواب ورکړي  واي  نو اوس به
په افغانستان کې  هرڅه په خپل حال باقي پاتي واي   دافغانستان خلک  او د حاکميت بهرني  دوستان، ناتو او ايساف به  ورسره لاس او ګريوان نه  واي کوم چې  د دې په نتيجه کې ، بی ثباتي، جنګ او ترهګرۍ او د هغه سره جوخت اداري فساد او د دولتي مديريت  بی کفايتي چې زموږ د ټولنې ملي ګټې يې ډېرې زيانمنې کړی دي  موجود نه واي   .   خو د سپتمبر د يوولسمي  پيښي نه وروسته  اوس د ترهګرۍ سره د مبازري  په پلمه يوځل بيا لراو بر پښتانه   ددې مسلې قرباني کيږي  پښتانه بايد پوهه شي چې ددوې دښمنان  يو ځل بيا غواړي دخپل مقصد د پوره كيدو په خاطر مختلف تکتيکونه په مخ بوځي ، اګرچې د پاکستان حکومت  ددې لانجي د حل په خاطر څوځلې  وړانديز كړي چي د افغانستان او پاكستان پرپوله دي اغزن تارونه تاو شي. مګرحقيقت دادى چې  دپاکستان حکومت  په هيڅ توګه نشي كولاي  په دې کار سره د ترهګري مخه ونيسي .  داځکه چې  د ډيورنډ کرښې  په دواړو خواو کې  پښتانه  تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه  داغزن تار په نوم سره بيل کړي .  پښتانه اوس بايد دباچاخان دهغه ويناو په مقصد  پوشي   چې ويل به يي ((  يا به يو کيږيو ، که نه ورکيږو ، که د زمانې توپانونو مخې ته سره يو نشو نو برباديږو  ))   پاكستان بايد په دې پوشي چي اوس د ترهګرۍ  مسله يو نړيوال مسله Úځېدلې ده  ، چې په لمړي قدم کې دپاکستان اوافغانستان بې وزله  خلک ددې تش په نامه جوړشوي لوبې قرباني کيږي .  پاكستان  ته هم پكار ده چي دافغانستان سره يوځاى  خپل ټول قوت په ايمانداري سره  دترهګرۍ  په مخ نيوي ګې مصرف كړي اودنوروهېوادونو د کمزورلو  خوبونه  پريږدي ، پاكستان دي دخپلو خلکو خير وغواړي ،  هسي نه  چي دافغانانو دزپلو په خيالي  خوبونو كي خپل وجود ته هم خطر پيښ کړي . دترهه ګرۍ  موجود صورتحال دپاکستان اوافغانستان دحکومتونو دمناسباتو دخرابيدو سبب شوي  نوځکه  په دې شپو ورځو کې افغان ولس مشر دپاکستان دمداخلونه په ډېر قهرجن شکل سره شايت وکړ هغه وويل ((  چې افغانان حق لري د خپل ځان او له  پاکستانيو  پښتنو څخه ددفاع په موخه د پاکستان پر خاوره عمليات وکړي .   هغه ،دغه څرګندونې دغبرګولي په ٢٦مه، په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال د پژواک خبري اژانس ديوې پوښتنې په ځواب کې وکړې .  ولسمشرکرزي وويل چې د پاکستان له خاورې څخه پرله پسې مداخلې دا څرګندوي، چې د ډيورنډ کرښه شتون نه لري . هغه وويل چې له پاکستان څخه د ورانکارو د راتګ د نه مخنيوي په صورت کې افغانان هم دا حق لري چې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو په موخه دپاکستان په خاوره عمليات وکړي  .   دافغان ولس مشر څرکندونو په مقابل کې  دپاکستان دحکومت دلوړپوړي چاروا
 کولخوا سخت غبرګون ښکاره کيږي  . د پاکØان په پارليمان کې  دپاكستان دمسلم ليګ (ق) غړي شيخ وقاص اكرم دافغان اولسمشر حامدكرزي لخوا دملاعمراو بيت الله محسود خلاف دعملياتو په اړه په بيان سخت احتجاج كړى اوپه پارليمان کې يې  ويلي  دي چې دا دپاكستان دخپلواكۍ خلاف  خبرې دي  دبهرنيو چارو وزير دې په دې اړه ايوان په باور كې واخلي داولسمشر كرزى په خبرو دپاكستان سياسى كړۍ په غصه شوي اود حامد کرزي خبرې يې دپاکستان په داخلي چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده دغه راز  دپاکستان صدراعظم سيديوسف رضاګيلانى ويلي دي چې په پاكستان كې دفوځي عملياتو اجازه به چاته ورنه كړو او دافغانستان سره غوره اړيكې غواړو داخبرې وزيراعظم سيديوسف رضاګيلانى دافغان اولسمشرحامدكرزى دخبرو په غبرګون كې وكړې او ويې ويل چې په خپلو سرحدونو هيڅ ډول تيرى نشو زغملى او مونږ هم غواړو چې دخپلو ګاونډيو هېوادونو سره دنه لاسوهنې داصول لـه مخې ژوند وكړو پاكستان خپلواكه هېواد دى او دكوم ګاونډي هېواد په كورنيو چارو كې لاسوهنې نه كوي نوموړى وويل چې دافغانستان او پاكستان ترمنځ اوږد سرحد دى چې څارنه يې امكان نه لري ، بىبى سى پښتوويپ پاڼه .   سره له دې  چې  دافغانستان  دجمهور ريئس کرزی دا ويناپه يولحاظ احساساتي  بڼه درلوده  که چيرې دوي  د ديپلو ماتيکوکانالو له لاري په دې مسله فشار راوړي واي به تره بۀ  وايي  .  په افغانستان کې لا ترا�ه پورې  د پټوسترګو جګړه پرمخ بيول کيږی. جنګی الوتکې د بمونواوراکټونو سره هوا ته پورته کوی په هرځای يی چې زړه  وغواړی غورځوي ، کال ٢٠٠٧ کښې  د هيومين راټ واچ   درپورټ له مخې  په  ٢٠٠٦ کښې ١٠٠٠ تنه  غيرنظامي کسان دجنګ په جريان کښې وژل شوي ، د م م متحد دشمار له مخې دافغانستان په جنوب کې  ١٥٠٠٠ کورنۍ  چې ٨٠٠٠٠ کسان  کيږي  د خپل ځايه نه  بې ځايه  شوي.   . د سيويک په نامۀ مشهورې  موسسې په يوې خپرې شوې خبر پاڼې کې ويلي چې وسله والو طالبانو له ځايي خلکو د ډال کار اخيستى دى او په جگړه کې يې د جنگي کسانو او ملکي خلکو ترمنځ توپير نه دى کړى . واشنگټن مېشتي سيويک ټولنې پخÙ �ا په افغانستان او عراق کې د متحدو ايالاو پر سرتيرو هم نيوکه کړې وه چې په عملياتو کې يې ملکي کسان وژل شوي يا ټپي شوي دي . دغې ټولنې له ناټو څخه هم پخوا غوښتي و چې په افغانستان کې دې زيانمنو شويو ملکي کسانو ته مالي تاوان ورکړل شي . په افغانستان کې د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې د وژل شويو شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو يوه غوښنه برخه د ملکي کسانو گڼل شوې وه . په روان کال کې هم په ځانمرگو بريدونو ، چاودنو او يا هم په پوځي عملياتو کې د گڼ شمير ملکي کسانو د وژنې خبرونه خپارۀ شوي دي . له دغو رپوټونو وروسته ولسمشر بوش د ناټو له سرمنشي سره د ليدو پر وخت ويلي و چې په افغانستان کې د ملکÙ Š کسانو د مړينې له امله اندېښمن دى او قربانيانو سره يې په وير کې ځان شريک ويني .  بي بي سي پښتو ويپ پاڼ  پوتني  شميري   دومره  دقيقه  نه دي   او دهغو ژوبلوکسانو چې  وروسته مړه شويدی  هم پته  نشته، ددوی څخه لږ ترلږه څلوېښت سلمه ښځې،ماشومان،بوډاګان اونوربېګناه وګړي دي.  د بېګناه زيانمنو شويو وګړو دتاوانونو ورکړه،د ژوبلو بشپړعلاج،د هغوی دکارکولو د توان له لاسه ورکولوحقونه هېڅوک په غاړه نه اخلی، يوه ورځ  ئي  په مډيا کې  ښکاره او وير پر وکړی  نور هرڅه هېر شی.  که  ووايم  چی په افغانستان کی ټول خلک په رواني ناروغيواخته دي، مبالغه به نه وي ، خو شاوخوا اتيا په سلو کی په ريشتني  مانا رواني نا جوړتيا وې لري . دافسوس ځاى دى  دبن دکنفرانس نه وروسته  تراوسه پورې بهرنې هېوادونو دافغانستان  د بيا رغوني  په  خاطر په ملياردونه کمکونه وکړل  مګر داچې په افغانستان يو شه  اداره وجود نه درلوده  دغه ټول کمکونه په هغه لارو مصرف شوي چې عام هېواد وال يې نشي محسوسولي  ځکه چې نن په هېواد کښې ددولتي مامورينو او استادانو دمعاش اندازه  دهغوي د١٠ فيصده احتياجات نشي رفع کولې اوعام ولس يو مړۍ ډوډى  ته حيران  دى دافغانستان ولس په لمړى قدم کښې فقط دژوند لمړني شيانو ته ضرورت لري .



 دجولاۍ  په ٢٣ نيټه کال ٢٠٠٨ کې په اسلام ابادکې واکمن اتحاد غونډه رابلل شوي وه  په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې په قبائيلي سيموکې به دعملياتو  پرځاى دخبرو اترو دلارې مسلې هواروو په دې غونډ ه کې ويل شوي چې دهېوادمهمومسلو اوخارجه تګلاره باندې به په پارلمان کې بحث کيږي اودراتلونکي تګلاره به ټاکل کيږي ، دسولې شوي تړونونه بۀ عملى کيږي نړيوالو قوتونو ته به وويل شي چې مونږ خپلې ګټي نشو قرباني کولې  . دغه راز څوموده پخوا د پاکستان د سرحد ايالتي حکومت سوات کې له ځايى طالبانو سره د امن تړون لاسليک کړ چې ترمخه به يې طالبان په امنيتي ځواکونو بريدونه بند او له سÙ �مې څخه به پوځ وايستل شي خبرو کې د حکومتي پلاوى مشر بشير بلور وويل چې د تړون ١٥ ټکي دي چې ترمخه به يې سوات کې طالبان د مرکزي او صوبايي حکومتونو واک ومني .   د سرحد د حکومت او سوات کې د طالبانو ترمنځ تر اوږدو خبرو وروسته دغه موافقه لاسليک شوه  . مکرددې تعهداتوباوجود دطالبانومشر بيت الله محسود له سرحد حکومت څخه  داستعغا غوښتنه وکړه هغه زياته کړه چې عوامي نشنل ګونددخبرواتروپه نوم دهوکه ورکوي دغه ګوند دخبرواترو مخالف دى  ددې اخطارپه ځواب کې دسرحدحکومت وويل حکومت غواړي چې دخبرواترودلاري امن راولې خودتشدد لاره خپلوونکو په ضدبه د زور لاره خپله کړى ، هېÙ �اد پښتو ورځپاڼه دجولاي١٨- ٢٢کال ٢٠٠Ù  په کابل کې د ناټو ملکي وياند وويل : له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د ستونزې حل کېدل بايد په افغانستان کې د بريدونو ډېرېدو ته لاره اواره نکړي .   په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ملکي وياند مارک ليتي هم وويل :  چې په پاکستان کې د سولې هر راز تړون بايد د افغانستان امنيتي وضعه په پام کې ولري. د هغه په وينا هر هغه تړون چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې زياتوي، د سيمې له امنيت سره مرسته نشي کولاى . ښاغلي ليتي وويل چې په سوېلي وزيرستان کې د طالبانو او پاکستاني دولت ترمنځ د سولې تړون ددې لامل شوى چې په دې وروستيو ورځو کې دې د افغانستان په ختيځو سيمو کې پر افغØ �ن او بهرنيو سرتېرو د طالبانو بريدونه ډېر شي : د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند هم د ياد شوي تړون په اړه اندېښنه څرگنده کړه او ويې ويل چې په نژدې راتلونکي کې د پاکستاني پوځيانو يو پلاوى افغانستان ته راځي او افغان چارواکي به په دې اړه خپله اندېښنه ورته بيان کړي .  په همدې حال کې د سوله ساتو ځواکونو وياند جنرال کارلوس برانکو وايي:  چې د روان زيږديز کال له پيله په افغانستان کې ٤٤ بهرني سرتېري وژل شوي دي :  په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په ورته موده کې ٤٢ تنه وه.  دا مهال په افغانستان کې د ٣٨ هېوادونو تر ٥٠ زرو ډېر سرتېري د سوله ساتي يا آيساف ځواک Ù �ه چوکاټ کې له طالبانو او نورو جنگيالˆ سره په جگړه بوخت دي .ناټو وايي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د وسله والو مخالفانو له خوا د بريدونو د ډېريدا يو علت ښايي له وسله والو قبايلي طالبانو سره د پاکستان د حکومت د سولې تړون وي .  : ناټو په دې وروستيو کې له پاکستاني طالبانو سره د اسلام اباد له خبرو او اوربنده خوښه نه ده او په دې باور ده چې وسله وال طالبان به له شرايطو په گټې اخيستو خوندي ځاى ومومي چې په افغانستان کې دننه بريدونه وکړي . واشنگټن هم  د پاکستان حکومت او تندلارو ډلو سره په ممکنه تړون انديښمن دی : سپينې ماڼۍ د پاکستان د حکومت او په صوبه سرحد او افغامستان پولې ته نزدې دپاکستان قبØ�يًی سيمو کې تندلارو مذهبي ډلو سره د شولې په ممکنه تړون انديښنه څرگند کړې ده.  بي بي سي پښتوويپ پاڼه .



افغان ولس دهيڅ هېواد دسولي سره مخالفت نلري خوپه دې شرط چې دسولي  معاهدي په دې  غريب اوجنګ ځپلې هېواد کې دنارامي سبب ونه ګرځي  ، افغان ولس هيله لري  ترڅو د دواړوهېوادونو خلک په خوشحالې سره په خپلو هېوادونوکې ژوند و کړي   بايد دتجاوزاو ديوبل په خلاف عمل کولو نه ډډه  وشي اوافغان ولس پريښودل شي ترڅو په سوله کې تنفس وکړي  .
دامريکي دراتلونکي ولس مشر اواتحادي ځواکونو ګړندلاره : امريکا کې د ډيموکراتانو د ګوند له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد بارک اوباما د افغانستان په باب د خپل دريځ ځينې برخې روښانه کړې دي . دى وايي چې د نومبر په مياشت کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې به افغانستان او عراق ته سفرونه هم وکړي . بارک اوباما په خپل ټاکنيز کمپاين کې تل ټينګار کړی دی چې ډېر پام بايد افغانستان ته واوړي. بارک اوبا ما د خپلي بهرنۍ تګلاري په باب تل افغانستان دترهګرۍ په وړاندي دجګړې لومړۍ کرښه بللې ده. دی وايي چې دمخالفو جنګياليو دځپلو او د ناټو دهلوځلو دغښتلي کولو په نيت به اووه زره Û �۰۰۰ نورتازه روزل شوي ځواکونه افغانستان ته ور واستوي.  ناڼو داګړۍ په افغانستان کې يوڅلوېښت زر۴۱۰۰۰ ځواکونه لري چې ځيني هېوادونه يې دخپلو عسکرو په باب ځانګړې تګلاري لري او د افغانستان په ټولو سيمو کې يې عملياتوته نه پرېږدي چې دا کاردجګړې په ډګر کې د جنرالانو واک محدود کړی دی.  بارک اوباما وايي چې د ولسمشر په توګه به هڅه کوي چې د اروپايي هېوادونو او نورو متحدينو سره د خبرو له لاري دا ډول خنډونه او بنديزونه ليرې کړي چې دناټو جګړه ييز ځواک به لاپسي غښتلی کړي. دی همدارنګه ادعا کوي چې افغان پوليس او ملي اردو ته به نوره روزنه او اسانتياوي برابري کړي چې Ø�اسي به له امريکايي او ناټو ځواکونو س‡ په ګډه دعملياتو جوګه شي اود امنيت په ساتنه کې به دوی هم مخ ته شي. بارک اوبا ما په افغانستان کې د ګډوډۍ دمخنيوي په نيت پر غير نظامي مرستو هم ټينګار کوي.  دی ديو ميليارد ډالرو ژمنه کوي چې د دۀ په وينا به پر بيارغونه،دپوليسو او پوځ پر روزنه، پرسيمه ييزوپروژو لگيږي . د ښاغلي اوباما په وينا به د دغو پروژو له لارې د يوۀ عام افغان پر ژوند ښه اغيز څرگنديږي .  د ده په قول به کروندگرو ته هم د کوکنارو پر ځای يو بل بديل په لاس ورشي. دی دا هم وايي چې دا مرستي به د افغانستان له حکومت سره په دې شرط وي چې دوی به د اداري فساد په وړاندې فعاليت په عمل کې ښيي او د قانون برلاØ �ي به په ټول هېواد کې پياوړې کوي.  ښاغلي اوباما وايي چې د ترهګرۍ په وړاندي دمتحدينو سره به د استخباراتي معلوماتو دشريکولو او امنيت ساتني په باب داسي يوه اداره جوړه کړي چې پينځه ميليارده ډالره به د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې په بېلابېلو ساحو کې ولګوي. اوباما دجولائ په ٢٠کال ٢٠٠٨  کې  خپل سفر افغانستان ته ترسره کړو اوپه دې سفرکې يي دافغان ولس مشر کرزي سره په کابل کې خبري وکړي هغه په خپلو خبروکې اشاره وکړه ((  مونږ په افغانستان کې په دوامداره توګه دامريکې له پراخ حضور څخه ملاتړکوو . پاکستان پايد افغان پولوسره نزدې دترهه ګرۍ کيمپونه بندکړى ، ولس مشردافغانستان سره دمتحدهايالاتو لخوا حکومت ره دمرستې اوهمکارې نه مننه وکړه ))  د برتانيا د دفاع وزير ډيس براون وايي د افغانستان په سويل کې د طالبانو نوي تاکتيکونه نوې ننگونې پېښوي خو رښتينى پرمختگ شوى دى .  تر دې وړاندې په لندن کې ولسمشر بوش او لومړي وزير گورډن براون په يو گډ خبري کانفرانس کې وويل چې اضافي سرتيري به د افغانستان د پوځ او پوليسو روزنې ته ډېر پام کوي .  د ناټو په ځواکونو کې د برتانيوي سرتيرو ډله تر ډېره ځايه له تاوتريخوالي ډک سويلي ولايت هلمند کې ځاى پر ځاى ده . بي بي سي پښتو ويپ پاڼه .دنړيوالو پرمختيايي چارو وزير ډاگلس اليکزانډر په اسلام اباد کې دى چې د مرستو دوه برابره ، تر٤٨ مي
 ليونه پونډو پورې اعلان کړي . دا پرمختگ دډېريدونکې اسلامي بنسټپالنې په اړه د برتانيا له امنيتي انديښنو سره يو ځاى راغى .ددې مرستو هوکړه د لومړي ځل لپاره په ٢٠٠٦ کال کې دبيوزلۍ او د روغتيايي چارو د پياوړتيا په هيله شوې وه . خو دا لومړى ځل دى چې د پولې په شاو خوا کې دقبايلي سيمو لپاره مرستې اعلانيږي ، هغه ځاى چې د القاعدې او طالبانو پټن ځاى بلل کيږي. هلته يو نوى ټينگار پر ښونې روزنې دى ، داسې ښکاري چې دا ټينگار په ځينې مذهبي ښونځيو يا مدرسو کې داسلامي فکر د بنسټپاله ډول داغيزو په وړاندې د مبارزې د يوې هڅې په توگه وي .  د نړۍ اته بډايه هېوادونو څلور ميليØ�رده ډالر بيل کړي دي چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ د پولې په دواړو غاړو کې ټيکاو پياوړى کړي. : دوى پريکړه وکړه چې ددواړ هېوادونو ترمنځ د پولې په دواړو غاړو کې ١٥٠ پروژې په دې هڅه عملي کړي چې دغلته د تاوتريخوالي د ډېريدو مخه ونيسي. په دې پروژو کې د سړکونو اود اورگاډي د پټلۍ د رغاونې ترخنگ د اقتصادي اسانتياوو رامنځته کول اود پولې د کنټرول پياوړتيا شامله ده : د کرښې په دواړو غاړو کې دا نظر ډېر پياوړى دى چې د دغو ١٥٠ پرژو د پلي کولو لپاره دې اغيزمنه تگلاره جوړه شي.   ويلاي شوچې  په ((۲۰۰۸ )) کال کې  به دغرب نوې ستراتيژی د محلی ځواکونودهر اړخيزي تقوېي پر بنياد له پخوانۍ سره  ډېرتوپير ولري  .


 ايا د داسې صورتحال په رڼاکې دافغانستان  حکومت ته څه کول پکاردي  . ؟  اوسنی افغانستان په يو داسې تاريخي مرحله  کې روان دى  چې افغانستان کې يو کمزوری  حکومت کوم چې د اقتصادي ودې او نظامي قوت  له پلوه په بشپړ  ډول  سره د بهرنې  هېوادونو په مرستو باندې تکيه لري موجود دى په دې کې  د افغان اولس رول  ډېر کمزوری  دی . دولتي اداري د فساد  له وجه نه ډېر بې اعتباره شوي اودخلکواعتماد ورځ  په ورځ  په حکومت کې  له مينځه ځي ، دخلکوستونزوته عملې ګامونه نه اخيستل کيږي ،  لويديز هېوادونه په افغانستان کې د امنيت او سياسي ثبات په راوستو کې په عمده توګه د پښتنو سره لاس او ګرېوان دي.  کوم چې تراوسه پورې يي کومي مثبتي نØچي نه ليدل کيږي  په دې صورت کې لازمه  لازمه بريښې  ترڅو په دې احساسو شرايطو کې  افغان حکومت   داحتياط نه کار واخلي او د خپلو ملي ګټو دخوندي ساتلو لپاره له پاکستان سره  په اوسني دورکې دسياسي مفاهمي لاري  چاري  ولټوي ،  د دواړو هېوادنو دخلکوګټي په سوله اوامنيت کې ليدل کيږي نه په جنګ او تجاوز کې  . جنګ دمسلو دحل لاره نه ده کوشش دي وشي ترڅوسياسي ډيالوک ته په ماهرانه ډول سره وده ورکړ شي، افغانان بايد په دې  پوهه شي چې  ځيني خلک  دخپلو شومو هدافو  لپاره  د پښتنو د قومي  وجود د ختمولو  دپاره دوي  استعمالوي    ((   باچاخان  په  دې  ډېر  زوريدۀ   چې  د زاړه  استعمار اخلاÙ‚  افغان  د افغان   په  لاس  وژني او کوربانه  يې  د  خپل کور ورانولو  ته  راپا څولي  دي   ))  پښتون قوم ته هم  په کاردي   ترڅو په دې خبره ښه پوه شي او داوسني شرايطو   په غوښتنو ځان  پوکړي او هيچا ته  دا حق ورنکړي  ترڅو ددوې د وجود نه د ځان  په نفع کار واخلي . په افغانستان کې دصلحې اوامنيت په هيله  .