سرور د خانو د ميرمني پوښتنې ته ورغی چې دا ډير مهال ناروغه وه او د خبرو په ترڅ کې يې خانو ته ورته وويل:
ياره خانو! اجملي دا دوې مياشتي مخکې ښار ته تللی وو هلته ښه ډانکټر جوړ شوی راغی ، وايي د کوم ډانکټري کورس يې ويلي دی، لروين(دوربين) پر غاړه ، غټه توره بسته په لاس کې غټوويني سترګې يې ( غټي کټه بيني) پر سترګو،نازک سپين کفن يې اغوستی او عجب لاس يې دي په يوه اوونۍ کې ناروغ هاخوا يا دېخوا کوي .
ما خپله خواښې وروستله، هغې ته يې داسې درمل و رکړه او ورته يې پر هيز هم ورکړ چې د درمل خوړولوپه وخت کې پام چې چونګښه په ياد نه کړي هغې هم لکه چې چونګښه په ياد کړې وه او هاخوا يې کړه .
دا داوس په پکو ډانکټرانو چه جوړه نه ده که ښه وی خپل پک سرونه دي جوړ کړي !
خانو چې په چورت کې تللی وو او له ځانه سره يې تکراروله :په يوه اوونۍ کې دي خوا يا هغه خوا
سرور و رته وويل:
څه درواغ خو نه درته وايم ويې ازمايه اوبيا يې د راز په ټوګه ترې وپوشتل:
-رښتيا د کاله شاوخوا مو چونګښې شته؟
خانو په خوشالۍ ورته وويل :
هو ډيري دي !
سرور په ټينګار ورته وويل:
که زما مني ژر يې وروله!!