د امريكا يوه پخواني حكومتي مامور تور لګولئ چي د افغانستان اوسنى حكومت د خپلو سياسي اهدافو په خاطر د تارياكو د كښت او كاروباريانو ساتنه كوي.
د افغانستان دپاره د امريكا د نشيي موادو سره د مبارزې ادارې پخواني مشر ټامس سويچ په نيويارك ټايمز ورځپاڼه كي پرون يوه مقاله خپره كړې چي پكښي ويلي يې دي، د حامد كرزي حكومت په افغانستان د اپينو د سوداګرانو ساتنه كوي او په افغانستان كي مېشت ايتلافي ځواكونه او د پنټګان عسكر هم د اپينو خلاف عملياتو ته نه پرېږدي.
ټامس سويچ وايي تر څو چي په افغانستان كي د حكومتي كسانو او طالب مشرانو د نشيي موادو سوداګري ختمه نسي، تر هغو به د افغانستان جنګ روان وي.
سپني ماڼۍ د ښاغلي سويچ مقالې ته په غبرګون كي ويلي چي په افغانستان كي د نشيي موادو كاروبار يوه مهمه مسئله ده، چي د خاتمې دپاره يې امريكا له افغان حكومت سره هر راز مرستي ته تياره ده.