ليکنه: محمد سرور وکيلي
دپښتوژبه بشپړاوپوره ژبښودلري،چي نرینه(مذکر)اوښځینه(مؤنث)جنسونه ئې په نومانوکي څرګند دي. که څوک دغه په پام کي ونه نسي نوپه اصطلاح دعاموخلکو[نرپښتو به وایي.]که دیوه نامه سره ستاینه راځي نو دهغه نامه څرنګواله ښه یي اوتر ډېره دنامه په جنس پيرو اړه لري. باید وکتل سي،چي نوم کوم جنس لري،وروسته ترهغه ئې یالیکواویائې په خبروکي وایو.
ستاینه چي دنامه څرنګواله ښه یي دنامه سره تل ړومبی راځي،خوکېدای سي،چي تر نامه وروسته هم راسي اودنامه دجنس پیرودی څرنګه چي پورته هم وویل سوه. ځیني استثناوي سته،چي هغه دلته ښوول کیږي. هغه ستایني دلته ښوول کیږي،چي دنرینه اوښځینه نومونو لپاره یوډول راځي. لکه: ښه :- ښه ده دا. داښه ده. ښه دی دئ. دی ښه دئ.
جمع ئې: دښوښځواوښو نارینو سره کښېنه،ځکه ښه آغېزه لري.
حمیدماشوخېل وایي:
هرسړی دغه آرزوکړي باري نشي*که حمیدغوندي اوڅارپه ښه ګفتارشي
رحمان باباوایي:
ښه ده ښه ده دادنیا*چي توښه ده دعقبا
الفت صاحب وایي:
ماوې هغه دسرسړی دی په ښه نوم یاديږي*ده وې دټول ولس دپاره بس یوسرښه دی
ښايسته :- ښایسته ده دا. داښایته ده. ښایسته دی دئ. دی ښایسته دئ.
رحمان باباوایي:
ته سلطان دښایسته وو ئې دلبره*دانورواړه ښایسته دي نوکران
خوشحال باباوایي:
په ښایست که ښایسته ترشاپېرۍ ئې*ولي داجهل دي بددی ترګهوازو
لږ :- لږ ډوډۍ ده. ډوډۍلږده. لږانګوردي. انګورلږدي.
چالاکه :- چالاکه ښځه. دغه ښځه چالاکه ده چالاکه هلک. دغه هلک چالاکه دی.
تېره :- تېره چاړه ده. دغه چاړه تېره ده. تېره چاکودی. دغه چاکوتېره دی.
ټول رنګونه چي دنومانو سره راځي نرینه اوښځینه ویل کیږي. لکه : سپین،تور،ژړ،زرغون، شین اونور. خو استثناء سته. لکه : نصواري :- نصواري کمیس ؛ نصواري خولې یاني په مذکر اومؤنث کي یوشی راځي. چوڼیا:- دغه خولې چوڼیایي ده، دغه کمیس هم چوڼیایي دی.
حمیدماشوخېل وایي:
توري زلفي سپین رخساربه مي هېرنشي*که مي واړوي ناصح په سپین اوتورکښې
سپیني ږیري زماعشق کوټه پیسه کړه*هیڅ ئې نه قبلوي ښکلي په سودا کښې
سپین ویل دحق کوه عبدالحمیده*که په ژبه آوېزان دی لکه صبح
الفت صاحب وایي:
یووخت سپینه رڼا ورځ توره کاشپه نه ده*بله ورځ ورته تورسپینه رڼاوي
ټوله هغه رنګونه چي دنومانو څخه راځي نرینه او ښځینه ئې یوډول ویل کیږي. لکه :- اسماني،نارنجي، لیمویي،آبي،خرمایي اونور.
په خبروکي دنورمال رنګوپه کار وړل : په نرینه او ښځینه نومانو کي. لکه: سپین کمیس ؛ سپینه خولې» تورکمیس ؛ توره خولې» خو استثنالري. لکه جوڼیا: جوڼیايي خولې ؛ جوڼیایي کمیس»
ځیني قیدونه(ټوټکي)هم دنرینه اوښځینه لپاره یوډول په کار ځي. لکه لږ: لږ خلک راغلي وه. لږښځي راغلي وې. برخلاف «ډېر»بیادنرینه اوښځینه مراعات کوي. لکه: ډېرخلک راغلي وه. ډېري ښځي راغلي وې. که (ډېر) ته «ډېری» په کار یوسو نودمذکر او مؤنث لپاره یوشان راځي. لکه: ډېری خلک راغلي وه. ډېری ښځي نه وې راغلي.
هغه ستایني چي دنومانوڅخه د«ین» په (شاتړو) سره راځي ټوله نرینه اوښځینه ویل کيږي. لکه: دپولاد څخه پولادین ؛ د وړۍ څخه وړین ؛ دپومبه څخه پومبه ین ؛د جواري څخه جورین ؛ دلرګي څخه لرګین ؛ دغنم غلمین اودغسي نور.
دساري په توګه: پولادینه چاړه ـــــــ پولادین چاکو» وړینه خولې ـــــــ وړین کمیس»
جورینه ډوډۍ ـــــــــ جورین کېک» غلمینه ډوډۍ ــــــــ غلمین کېک اونور.
په شمېر کي د یوه څخه بیا تر«دوو» پوري نرینه اوښځینه لري بیاهغه نور شمېر (عددونه) نرینه اوښځینه نه لري. بولګه ګورو: یوه ښځه او یو نر دي راسي.» پروند دوې ښځي او دوه نارینه راغلي وه.» اوس وینو،چي هغه نورعددونه دنرینه اوښځینه لپاره یوډول په کارځي. لکه: ماپه بازارکي درې ښځي اودرې نارینه وليدل. نور ټول عددونه په دغه ډول ویل کیږي.
اوس نوري ستایني ګورو،چي دنرینه اوښځینه جنس او دهغو دجمع په صورت کي څرنګه راځي او څه بدلون مومي.
رڼا:- یوه رڼا خونه غواړم. دغه خونه رڼاده. ـــــــ یو رڼادهلېز غواړم. دغه دهلېز رڼا دی.»
دجمع په ډول: دوې رڼاخوني؛ دوه رڼا دهلېزونه. څرنګه چي ليدل کیږي د رڼا ستاینه په هیڅ رنګه بدلون نه مومي.
حميدماشوخېل وایي:
هغه دم په تارڼاشي*چي دبل په کورتیاره کړې
الفت صاحب وایي:
دزړه په کورکښې شته جهانونه*که دزړه خونه لږڅه رڼاکړې
که پخپل زړه کښې رڼانه وینې *ړونده!مه وایه!خدایه!سباکړې
تیاره:- یوه تیاره خونه غواړم. دغه خونه تیاره ده. ـــــــ یوتیاره دهلېزغواړم. دغه دهلېزتیاره دی.» .
یاني تیاره دمذکر اومؤنث مفرد په صورت سره بدلون نه مومي. دجمع حالت ګورو: (دوه تیاره دهلېزونه) یاني دنرینه په جمع کي روښانه «ه» غواړي. (دوې تیارې خوني) دلته په ښځينه جمع کي وړه «ې» غواړي.
الفت صاحب وایي:
ښه به وي که لږمي داتیاره قبررڼاکاندي*که مي رڼاکړی وي دچاذهن ووضمیر
که څو ستایني پرله پسې راسي هره ستاینه خپل حالت د«یکړي» ستایني په توګه ساتي. بولګه ګورو. لکه: تیاره« یوه وړه،ژړه،تیاره خونه. ـــــ یو ووړ،ژړ ، تیاره دهلېز. څرنګه چي لیدل کیږي ټولو ستاینو خپل حالت په ګډ ستاینه کي ساتلی دی یاني بدلون ئې نه دی موندلی.
دا و پښتنوته په خبرو اولیکنه کي کومه ستوزه نه ده؛ خو (پردویو) ته لویه ستونزه ده.
دپښتوژبښودیاني ګرامر یوبحردی. دلته ئې ما په یوه وړوکې څنډه کي ولامبل.