دا زموږ د خیال ډیوی دی
دا زموږ د حال ناری دی
دا زموږ له تصوره
د ښکلا د بڼ غونچی دی
دا د ښکلی اسمان لاندی
د محبت تنکی وږمی دی
دا که هر څه ورته وایی
د احساس ډکی نغمی دی
دا دیار له یاده ډکی
د خالد لاس کی پیالی دی
۰۸/ ۰۴/ ۱۳۸۶
کابل، افغانستان
ځــوان نـســل تـه
زه د ملالی کارنامی په تا کی نه وینمه
زه د احمد ها شاهنامی په تا کی نه وینمه
زه د خیبر د تاریخی میړانو لوی کیسی
د پانی پت ها برنامی په تا کی نه وینمه
که په څپو د آباسین ځان لاهو کړی یا نه
هغه هنر د لامبانی په تا کی نه وینمه
دآزادی په لار روان خو یی ته چیری به ځی
د د نګو غرونو آنګازی په تا کی نه وینمه
خالد به هر کله ویل خو ما به نه قبلول
هغه بیساری ولولی په تاکی نه وینمه
۱۳۸۶ ژمی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه