ليکنه :اېمل افغان
لکه څنګه چې د ښواوبدو مشرانو، پياوړو اوبې غيرته مشرانو، هېوادپالو او هېواد پلورنکومشرانو، خپلواکو او غلامو مشرانو په اړه په دې ځای کې پوښتنه شوې ده او غواړم په هغوی په دې ځای کې رڼا واچوم تر څو زموږ هېوادوال هم په دې خبره راڅخه خوښ شي چې موږ هم مشران لرو.
زموږ په تاريخ او بياپه دغه تاريخي خاوره کې ډېر ښه او قلموال مشران تېرشوي چې هغوی په خپل وخت اود خپل نظام په واکمنۍ کې ډېرې ښې لاس ته راوړنې خپل ملت او ولس ته په مخ کې پرې ايښي چې نن همدغه مشران زموږ د ولسونو له خوا په ډېر ښه نامه يادېږي اود هرچاه په زړه او د ژبې په سريې نوم شته چې ياد يې کړي.
ولې د دوی په څنګ کې بيا برعکس یو شمېر داسې مشران هم شته چې هغوی د دوه روپيو په وړاندې د افغان ملت خلاف د غلامۍ زنځير نن په دغه اداره کې په غاړه کې اچولی او د دې هڅه کوي چې خپل ملت له هرې لارې چې کېږي و زوروي، هغه په مرګ محکوم کړي، له اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ټولنيزوستونزو سره يې په خپله کورنۍ او ټولنه کې لاس اوګريوان کړي چې په حقيقت کې دې خلکوته موږ مشران نه شو ويلی دا اصلاً د پرديوغلامان دي چې په دې څلوېښت کلنه جګړه کې مو دا خلک وليدل اوخپل ملت يې د اورد لمبو ښکارکړ، پياوړي جنرالان او پياوړي سياستوال يې د ګوليو ښکار کړل ولې خپل جيبونه يې ډک کړل.
په افغانستان کې د مشرانو د سياست را دانګلو ته ولس په لومړيوکې تل ښه راغلاست ويلی دی، د هغه يې په دې برخه کې قدرکړی، ولې کله چې بيا دغه مشر خپل هدف اوخپل ځای ته رسېدلی دغه قوم په ځانګړې توګه پښتانه چې اکثريت دي بيايې په ډاګ همداسې پرېښي دي او ده ترې څادر په اوږه کړی او تللی نو موږ به له داسې مشر څخه څه هيله له دې وروسته وکړو، چې د مشر لپاره د سياست په ګټلوکې ځوان زما قرباني ورکوي، ماشومان زما بې زده کړې کېږي، ښځې زموږ بې عزته کېږي او ګټه يې بيا سبا زما مشر او د هغه غوړه مالان په جيب کې اچوي موږ له داسې مشرانوڅخه سر له نن ورځې تېريو او نه غواړو چې د داسې مشرانو ملاوې نورې په سياستونوکې وتړو، له هغوی څخه ملاتړ اعلان کړو.
موږ ته په کارده چې د هغه سياستوال ملا د ښو کارونو په وړاندې په سياست کې وتړو چې هغه سبا زموږ لپاره په درد وخوري نه چې تل مو د جګړې په خره سپروي او د بل د ګوليوښکار کېږو، موږ جګړه نه غواړو، موږ له افغاني مشرانو ډېر زيات په سياستونو او بې ځايه مرګونوکولو کې ستړي شوي يو او نه غواړو چې له داسې مشرانوسره نور د خپلې خولې خوند خراب کړو او په افغان ولس هم په دې ځای کې غږ کوو چې بې ځای دې په مشرانوپه سې منډې نه وهي اونه دې په داسې مشرانو نورخپل ځان ته سردرد پيدا کوي.
يو وخت په افغانستان کې خلکو په خپلوځانونو جهاديار، جهاد دوست، جهادي، جهادمل اونور نومونه ايښودل خوکله يې چې د دې خلکو اعمال وليدل اوکابل د همدې خلکو له لاسه په وينو ولمبېده او د استاد عبدالرب رسول سياف او استاد برهان الدين رباني احاديث اوفقه په کې ورکه شوه نوبيا هرچا له دې خلکوڅخه مخ وګرځولو اود شوربازار حضرت صاحب صبغت الله مجددي وينه خودومره ګرمه وه چې په لومړيوکې ويل که څوک له امريکايانوسره امنيتي تړون نه لاسليک کوي نو زه خوبېخي له ملک څخه زم او له تاسو څخه خفه کېږم، په تاکوم بندخلاص اوکوم تړلی دی، کوم سړی وه چاه په واده کې نه پرېښودلو وایی زه له ناوې سره کېنم نوپه ده غريب هماغه کانه شوې وه.
اوس حضرت صاحب ما ونه ليدو چې دی خپل سر راپورته کړي او د جنرال صاحب عبدالرازق پوښتنه له همدغو امريکایانوڅخه په لوی کندهار کې وکړي چې دا چاه په شهادت ورسولو او نن پاکستاني جنرالان په فيسبوکونوکې څومره اتڼونه کوي او د جنرال عبدالرازق قاتل څه شو دا کار چا وکړو؟ زه يې ټوله پړه لومړی په افغان حکومت او بيا په همدغو امريکايانو وراچوم.
دا څرګنده خبره ده چې د افغانستان په سياست کې زموږ د مشرانو روحيه تالا والا شوې اوهسې د خپلوجيبونو د ډکولو لپاره ناست دي دوی هغه څه غواړي چې هغه بايد نور ور نه کړل شي او صحرايي محکمې د دوی لپاره دايرې شي او د يونيم ميليون افغان ولس د وژلوپوښتنه له دوی څخه وشي چې دا په کومه ګناه ووژل شول اود وژل کېدو علت يې بايد څرګند شي او هغه مالي زيان چې دې مشرانوکابل ښاريانوته اړولی هغه دې اوس دوی په کې خپلې بنګلې ورکړي.
دا چې نن موږ په خپلو مشرانو په دې ځای کې خبرې کوو دا هغه خلک دي چې په ړانده خره سپاره دي په کوم لوري چې دغه خر روان شو نو دوی نه غواړي چې دغه خر دې سمې لارې ته سيخ شي او دوی دې خپل ځای اوخپلې موخې ته ورسوي او بل نه غواړي چې ملت له بدبختۍ څخه نورنجات وويني او دوی په دې ډېرښه پوهېږي که دا ټکي د اصلاح په لور روان شي نوبيا به د دوی بازار خرابېږي اوګټې به يې له ګواښ سره مخ کېږي.
دا هغه مشران دي او اوس هم غواړي چې له خپل قوم اوبيا له ځوانانوڅخه په هره برخه کې د زور اوظلم له لارې څخه کار واخلي هغوی مجبورکړي چې ناوړه سياستونو ته غاړه کېدي او په دوی پسې ودرېږي ولې دايقينې خبره ده چې دې مشرانو موږ د تاريخ په اوږدو کې ډېرزيات وغولولو او دې ته مونه پرېږدي چې په کاميابوسياستونو اوکاميابولارو لاړ شو ولې تل موږ ته په خپلو تنکيو مخونوساپېړې راکړل شوې اودې ته اړ شوي يوچې د همدوی د غلامۍ لاندې ژوند اختيارکړو.
د افغانستان په تاريخ اوبياپه سياستونوکې له ولس سره دې مشرانو ډېرې ژمنې کړې وې او دا هغه ولس وه چې تل يې قربانۍ ورکړي اوهمېشه قربانۍ ته تيار پاتې شوی دی ولې له دوی سره يوه ژمنه هم خپل مشر تر نن پورې په پوره توګه نه ده عملي کړې همېشه دغه ولس د خپل مشر له لاسه وهل شوی، ډبول شوی، ځکه ډبول شوی چې بهرنۍ نړۍ همېشه په افغانستان يرغل کړی ولې ولسمشر ورته غږ نه دی کړی چې دومره يې ورته ويلي وای چې پام او فکرمو وي چې ولس درڅخه بې ځايه ژوبل نه شي اونه څوک خفه شي.
په افغانستان کې مشرمعلوم نه شو هرچاه ته چې واک په لاس ورځي هغه خپله ګټه ترې اخلي حتی د مشرد ټاکلو لپاره جينکيوخپل پړوني له ډېرې مينې څخه ګوزارکړل اوغوښتل يې چې په دغه خاوره کې مشرمعلوم شي او موږ به د هغه مشر تر لارښوونې لاندې خپل کارونه مخ په وړاندې بيايوخو ولې کله چې مشر وټاکل شو له مشرڅخه څه جوړنه شول اوموږ همداسې نن بې پړوني په ډاګ د بهرنيو په وړاندې پاتې يوکوم مشر؟ له کوم مشرڅخه نن موږ ګيله وکړو؟ مشر دې ته وايي؟ چې زموږ په وروڼو باندې خلک په خپله خاوره کې سرونه پرې کوي؟ مشرخو ټوله ورځ د کشرانو له حال او احوال څخه خبروي نه چې مشر د چوکۍ په سرتل نښتی وي او هرڅه ترې پاتې وي او بل د مشرپه خوله اولاس کې خولږ تاثيرپروت وي، د مشرساپېړه درنه وي، نه چې مشرپه کور کې ټولوته عذر اوزاري کوي له ده څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
موږ د خپلو مشرانو او راغلي استعمار له لاسه په خپله خاوره کې نن ډېرناچاره يوه له هرې خوا ستونزې په پښتون قوم باندې راځي او هېڅ داسې څوک نه شته چې هغه په رښتياسره مشر وي اودغه قوم نور له دې بې ځايه ستونزو څخه وژغوري اوهغه څه دې ولس ته رامنځ ته کړي چې د دې قوم په کې خير وي، پرمختګ وي، زده کړه وي، روښانه راتلونکې ولري ترڅو دغه قوم هم نور له دې ستونزې خلاص شي.
د تاريخ په اوږدوکې پښتون هغه قوم پاتې شوی دی چې هېڅکله خپلومشرانو دې ته نه دی پرېښی چې دوی دې خپلې زده کړې بشپړې کړي اوخپل ځان دې د پوهې له لارې ورسوي ولې همېشه په دوی ناوړه جګړې تپل شوي، دوی د همدغوجګړو د اور ښکار شوي چې په دې کارسره له دوی څخه هرڅه پاتې شوي.
د همېشه لپاره پښتنود خپل مشر د ټاکلو لپاره د تاريخ په اوږدوکې د هغه هرکلی کړی او هغه ته يې ښه راغلاست ويلي دا چې نړۍ اونړيوال دغه قوم دې ته نه پرېږدي چې دغه ولس دې يوپياوړی مشر ولري ترڅو دوی هم لکه د نورو هېوادونو په څېر په هرڅه کې د همدې مشر له خوا کامياب او سرلوړي شي، دلته که په حقيقتونوخبرې وکړو نوسړي ته دا خبره لکه د لمرپه څېرڅرګندېږي چې هرکله په دغه خاوره کې چې کوم مشر ټاکل شوی هغه د خپل واک مشر نه دی او نه چاه خپل واک ته پرېښي او نه داسې مشر ټاکل شوی چې هغه دې لومړی ولس اوبيادې خاورې ته پوره فاداره وي نودغه نيمګړتياحتمي لري کله چې دا نيمګړتياپه کې پيدا شوه نو دلته مشري په اصطلاح حکومتي ادارې په ښه توګه مخ په وړاندې نه شي وړلای نوحتمي ترې سرکوي او ولس ناراضه کېږي.
سياسي څېرو په ولسي اصطلاح کليوالي مشرانوته په کارده چې د خپل قوم د سرلوړي لپاره وخت په وخت تکليفونه تېرکړي او د خپل قوم احسان تر ابده پورې هېر نه کړي اونه خپل قوم په بې ځايه سياستونوسره نورپه افغانستان کې وغولول شي، په کارده چې همدغه مشران کوم چې موږ ترې نن هيله کوو په غوره اوښو لاسته راوړنو لاس پورې کړي اوهغه څه دې خپل قوم ته رامنځ ته کړي کوم چې د دې ولس هيله ده.
داڅرګنده خبره ده د هغه قوم په سرچې د خپل مشر سيوری نه وي نوسياسي طوفانونه به د هغه ملت سترګې هم ړندې کړي لکه څنګه چې دغه حالت موږ په دې څلور لسيزو کې په خپله خاوره کې وليدل اولا اوس هم دا لړۍ روانه ده، چې کله به له دې حالت څخه د رڼا په لور روانېږو خو له دې څخه څرګندېږي چې موږ اصلاً په دغه خاوره اوبيا د دې خاورې په اداروکې کوم پياوړی سياسي مشر نه لرو چې دغه حالت ته يې يو سوله ايزبدلون ورکړی وي ترڅو موږ هم د خپل ژوند لاره روښانه کړې وي.
دا چې افغان قوم د تاريخ په اوږدوکې په پوهنيز لحاظ سره تر نن ورځې پورې په تورتم کې پراته دي اوکوښښ کوي چې له دې حالت څخه ځان راوباسي خو ولې دښمن يې په خپل هېواد اوبهرکې دومره پياوړی دی چې دوی ترې سرنه شي پورته کولای ترڅودوی هم د خپل ژوند په خوږو پوه شي او بل موږ هم د ځمکې پرمخ د دې حق لرو چې په سوله کې دې ژوند وکړو، پرمختګ دې وکړو، اقتصاد دې پياوړی شي، فرهنګ دې جوړ شي ولې بهرني دښمنان مودې ته نه پرېږدي چې موږ دې دغه ترلاسه کړو په کورنيو مشرانو مو په څټ څټ وهي اوخولې مو له توروخاوروڅخه ډکوي.
دلته د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره موږ ته هم په کارده لکه د نورو ملتونو په څېر موږهم بايد په آسمان کې د يو غوره او رسېدلي ملت په څېر لکه د ستورو په شان وځلېږو او هغه څه لاس ته راوړو د کومو چې نن موږ ورته اړتيا لرو اودغه اړتياوې په خپله خاوره کې پوره کړو.