د پېښور د اوړو او غنمو كاروباريانو وروسته له هغه په احتجاج لاس پوري كړ چي د پنجاب ايالتي حكومت پېښور ته د اوړو او غنمو پر لېږدولو بنديز ولګاوه.
په پېښور كي د غنمو كاروباريان وايي د پنجاب له ايالتي حكومت سره يې د اوړو قرارداد پاى ته نه دئ رسېدلئ خو هغوى ورباندي اوړه بند كړي دي، چي له امله يې په پښتونخوا ايالت كي د اوړو او غنمو بيه په چټكۍ مخ پر لوړه روانه ده او خلګ له يوه بحران سره مخ كېدونكي دي.
د پېښور د اوړو او غنمو د تجارانو اتحاديه وايي د جولاى له درويشتمي څخه تر پنځه ويشتمي نېټې پوري به يې اعتصاب روان وي، كه يې ستونزه حل نسي دغه وخت به نور هم وغځوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه