نن ( د شنې ورځ) په اسټرليا کې ټولټاکني کيږي . د اسټرليا معتبروورځپاڼو ددې ټولټاکنوپر بهير باندي لا مخ د وړاندي نظر ښودلی او د کارګر ګوند د مشر کوين راډ د احتمالي بري څخه يې ملاتړ کړی دی .
په اسټرليا کې د ټولټاکنو دپاره يوه ورځ مخکې د نظر سنجيود راټولولو بهير ښودلې او اټکل يې کړی دی چې داسټرليا د برحاله صدراعظم جان هاورډ چې د اسټرليا د ليبرال ګوند مشر دی،نوموړی به دخپل سيال د کارګر ګوند د مشر کوين راډ په مقابل کې ماتي و خوري .
د سيدني ماړنينګ هيرالډ ورځپاڼي ليکلي دي چې د نظر سنجيو اکثريت د کوين راډ د بری غوښتنه کوي . دغي ورځپاڼي دخپلي اصلي صفحې پر مخ ليکلي دي چې : جان هاورډ ويوې معجزې ته اړ دی .
د “اسټرالين ” ورځپاڼه چې د اسټرليا ملي ورځپاڼه ده د۱۹۷۲ را هيسي يې د لومړي ځل دپاره دکارګر ګوند څخه ملاتړ کړ ی دی.
په سيدني کې د “ډيلي ټيلګراف” ورځپاڼه چې په خورا لوړ تيراژ سره خپريږي د لسو کلو په جريان کې يې د لومړي ځل لپاره د کارګر ګوند څخه ملاتړ کړی دی .
خو دبلي خوا بيا په ملبورن کې د هيرالډ ــ سن ورځپاڼي چې د اسټرليا د مشهورو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي دجان هاورډ څخه ملاتړ کوي .