
د کندهار په معروف ولسوالۍ په ابو کلا سيمه کي پر وسله والو طالبانو د بمبارۍ پرمهال دوولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
هوايي ځواکونو د ملکي وګړو د واده موټران په نښه کړي دي چي د ښځو او ماشومانو په ګډون ئې دوولس ولسي وګړو ته مرګژوبله واړول.
دغه هوايي بريد هغه مهال وسو چي کله طالبانو د يادي ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ او وروسته هوايي ځواک د طالبانو په نښه کولو لپاره الوتکی وکارولې.
د کندهار چارواکي وايي، کله چي طالبانو د معروف ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ بريد وکړ، هوايي ځواک دوی په نښه کړه، خو طالبان د سيمي د خلګو په کورونو کي پټ سوه.
د چارواکو په خبره، د واده د موټرونو په کاروان کي د وسله والو دورګډېدلو پرمهال په بمبار کي څلور ملکي وګړي وژل سوي او اته نور ټپيان دي.
خو د قربانيانو کورنۍ وايي، د بريد پر مهال ددوی په منځ کي طالبان نه وه.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، کله چي وسلوال د سيمي د خلګو په کورونو کي پناه اخلي ، ولسي وګړي د نندارې په ډول پر وسله والو راټولېږي، چي وروسته هغوی ته هم زیان اوړي.
د امنيه قومندان په وينا ، تېره شپه يې هوايي بریدونو پرمهال د وسله والو یو موټر، چي زيکویک هم پکښي نصب وو، له دې امله ونه ویشتی، چي چاپيره یې ماشومان او نور عام خلک وه.
وسله والو طالبانو د تېرو دریو ورځو راهیسي پر معروف حملې پيل کړي او ددې ولسوالۍ د نیولو هڅي یې پيل کړي.
تېره ورځ امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم معروف ولسوالۍ ته ورغلی وو او امنيتي حالت ئې له نږدې څارلی وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه