په ننني عصر كې د كوچيتوب ژوند ته د خلكو هڅول يا يې ملاتړ كول هم له پرمخ تللي او متمدن ژوند نه د يو انسان ګوښه كول او كوچول دي او هم له انساني عواطفو سره په ټكر كې دي.
زه په كابل ښار كې اوسم او زمونږ كورونو ته څېرمه د ستر سړك پر غاړه د كوچيانو خيمې او كوډلې دي چې په خاورو او خټو ككړ ماشومان يې همېش د سړك پر غاړه ببر، ګګر او خيرن سرونه ، لوڅې پښې او شكېدلې جامې ولاړ وي زه يې هر سهار او ماښام ګورم ځكه چې زما همدا لاره ده. هر وخت چې مې پر دوى سترګې ولګېږي باور وكړئ چې له زړه مې وينې څاڅي او هغه د ارواښاد الفت صيب شعر راياد شي چې:
زړه يې مه بوله توركاڼى د سحرا دى
په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نه شي
د كوچيانو دې خېمو او كوډلو ته څېرمه لوړپوړې ودانۍ او د ځينو قومندانانو رنګين او په نوي دود جوړ ې شوې ماڼۍ دي چې د ښايسته او رنګين جوړښت سره سره بې نوبته بريښنا هم لري. دا نو كوچيانو ته دومره نژدې دي چې د ځينو كېږديو مراندې يې د دوى په ديوالونو پسې تړلې دي او دا د هيواد د نورو اكثرو كوچيانو په څېر هغه وچكالۍ او جګړو ځپلي كوچيان دي چې هغه د چا خبره تر دوى د دويو د ملنګانو ژوند هم غوره دى. مالونه ترې وچكالۍ اخيستي او ورشوګانې ترې زورواكانو. يو څو خيرن وري او مېږې لري چې په ډيرانونو يې څروي. د كابل ښاروالي دې خېر يوسي چې كثافت دانۍ نه لري. ځكه چې د لوړو ماڼيو او بنګلو خاوندان خپل پاتې شوني خواړه او د ميوو پوستكي په ډيرانونو غورځوي او كوچيان پرې خپلې مړ ژواندې او لوږې وهلې مېږې څروي. دغه كوچيان د شپې د ماڼيو له هغو رڼاګانو نه ګټه اخلي چې قومندانانو د خپل كور د ډولي ښكاره كيدو يا ډيكوريشن له پاره له كوره بهر ايستلي دي.
يوه ورځ له يو دوست سره روان وم چې د كوچيانو څو ماشومان او يوه سپين سرې په يوه ډيران له خپلو مېږو سره راټول وو ، مېږو يې په كثافاتو كې خواړه لټول او ماشومانو په كې د خپلو لوبو شيونه. سپين سرې هم بوخته وه نه پوهېږم چې څه شى يې لټول. ما مې خپل ملګري ته وويل پخوا خو به زمونږ شاعرانو ويل سبا د لوړو غرو مزل دى د ډاګ ګلان به ستا لمنې بويوينه ، نو اوس به څه ووايي؟
خلك وايي شاعر يو عاطفي انسان وي خو كله كله مې له همدې عاطفي انسانانو كركه وشي او ډېر وروسته پاتي او زاړه پالي راته ښكاره شي ځكه دوى هر وخت په خپلو اثارو كې د كوچيانو ستړى ستومانه ژوند داسې ستايي لكه هغه د چا خبره ̎ زه له لوږې مرم او ته مې سر ته ډوډۍ لټوې̎ باور وكړئ كه څوك د كوچيانو تور سرې د كډوالۍ په حال كې وګوري چې د اوښانو او څارويو په كتار كې لوڅې پښې روانې وي ،كله يې څپلۍ پښو وي او كله يې له دې لامله چې ونه شكېږي په سر ايښې وي او له خپل تي خوري ماشوم نه هم نه وي خبره ځكه چې هغه يې يا په اوښ او يا خره داسې كلك تړلى وي چې د غړكې غوندې شړپېږي. مور يې ځكه ترې نه وي خبره چې دغه تورسرې بې چارګۍ خو تر څو چې د اوګرې د خوراك نه وي نه يې په اوښ سوروي او نه په خره مجوره ده چې په خپلو پښو مزلې وكړي، تر كاروان ډېره وروسته روانه وي. ځكه چې ښځه د خپل فزيكي جوړښت له مخې له نارينه او څارويو سره هيڅ وخت هم يو برابر مزل نه شي كولى. كله چې پر كومه مېنه واړوي نو د دې پر ځاى چې دمه وكړي د كېږديو په لكولو بوخت شي او تر دې وروسته همدغه ستړې مېرمنې يا په وچو ډاګونو كې د تېغنې تودولو او ډوډۍ پخولو له پاره زوزان راټولوي او يا په كليو كې سر شي كه څوك ورته د دوى اغږل شوي وړه په ساړه تناره پورې كړي. چاودېدلې پښې او خيرن سرونه او جامې له واخخخ او ويښښښ ډك اوسيلي چې دوى خو پرېږده له لوښو او شودو مستو او شړومبو يې هم يو ډول بوى ځي . مونږ په خپله سيمه ايزه لهجه كې د جوارو وړو ته پياڅې وايو او په پياڅو چې ډېر وخت تېر شي نو ترخېږي او له خوراكه ووځي . نو زمونږ په ځاى كې به چې پياڅې ترخې شوې خلك غريبان وو نه يې غورځولې ، ساتلې به يې او ويل به يې په مني كې كوچيان راځي پرې خرڅې به يې كړو. كوچيان دومره بې زيسته وو چې زمونږ غوندې غريبو خلكو به چې د جوارو ترخه شوي وړه نه خوړل نو په دوى به يې خرڅول خو زمونږ شاعران بيا هم د سادستانو په څېر د يو چا له مجبورۍ خوند اخلي او د خپل شعر ياسين پرې پخوي . د دې پر ځاى چې د دوى ستونزې انځور كړي لا يې هڅوي او له دردونو يې خوند اخلي.
په ما مې خپل دوه نيم كلن زوى او څلور كلنه لور ډېر ګران دي. هر ه شپه زما او دو ى د ټلويزيون په ريموټ جګړه وي. دوى وايي سريال ګورو او زه وايم خبرونه اورم. خو باور وكړئ چې هر مازديګر بلاناغه د كوچيانو خيرن او پښيتوري ماشومان ګورم نو له زړه مې يو خداى خبر وي. هميش راته همدا پوښتنه مخې ته اودرېږي چې ماشوم خو د هيچا پروا هم نه لري ايا دوى به له خپل پلاره ټلويزيون نه غواړي . ايا دوى چې له لوړو ماڼيو د ټلويزيون غږ اوري څه به وايي چې دوى يې ولې نه لري؟ ايا دوى به له خپل مور پلار ه دا پوښتنه نه كوي چې د دوى ولې خيمه ده او د هغوى ماڼۍ؟
نه پوهېږم چې د دوى بې وزلي مور پلار به د دوى د پوښتنو ځوابونه څنګه وايي خو ملايان وايي خداى صابر دى . كيداى شي خداى صبر وركړى وي . خو كاشكې خداى د وخت بېلابېلو حكومتونو ته هم دومره شعور وركړى واى چې دوى ته يې د هيواد په هغو پراخو دښتو كې د استوګنې ځاى ځايګى وركړى وى چې د انسان ديد په كې كار نه كوي.
ځه ، تېر به په هېر وشمېرو او له تېرو حكومتونو به ګيله نه كوو ځكه چې هغوى يا ټول خلك په تيارو كې ساتل غوښتل او يا يې يوازې كوچيان خو اوسني حكومت خو د بشر دحقونو، ډيموكراسۍ، د بيان د ازادۍ او نوي قانون په ډنډورو زمونږ غوږونه راكاڼه كړل. د دې حكومت چارواكي خو كه په كومه فاتحه كې غږېږي يا په كوم واده كې او يا د دوى د حساب وركولو په ورځ يا په كوم ټلويزيون كې نو همدا لاپې وهي او ډنډورې غږوي چې ډيموكراسي يې راوستې، د بشر د حقونو اداره لري، نوى اساسي قانون لري او ….
ايا ډيموكراسي همدې ته وايي چې له خدايي دښتو هم څوك منع شي ؟
انتخابي حكومت همدې ته وايي چې په خپلو همغو خلكو راباندې كړي چې رايه يې وركړې ده؟
قانون همدې ته وايي چې د چا قانوني حقونه تر پښو لاندې شي ؟
د اساسي قانون څوارلسمه ماده ده چې ( دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د ميشتولو او د دوي د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.
دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځي د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي.)
دا د همدغه اساسي قانون څوارلسمه ماده ده چې زمونږ چارواكو يې د جوړولو په ډېرو باټو زمونږ غوږونه راوخوړل. خو د هيواد كوچيان اوس هم بې كوره بې اوره لاله هانده ګرځي . كه كه د اوبو زېرمې او بريښنا بندونه نه لرو خو په ډېر لګښت جوړېږي نو د جنوب او شمال ولايتونو پلنې دښتې خو همداسې شاړې پرتې دي خو د حكومت د بې غورۍ له كبله بې وزله كوچيان اړ دي چې د هيواد د لويو دښتو پر ځاى چې بايد په كې مېشت شوي او ځايي شوي واى د هيواد ګڼ نفوسو ولايتونو لكه خوست او ننګرهار ته مخه كړي چې هلته هغه د چا خبره (په چرګۍ يو نه ځاييدو ، ابۍ بل راوړو. ) د هغوى سره هم لاس او ګريوان دي خو ګوناه ټوله د حكومت ده چې هم يې خپله كابينه د قومي مصلحت له مخې جوړه كړې او هم د هيواد له هغو دښتو چې په سلګونو كلونه كوچيان هلته تللي اوس د ژبې او مذهب په نامه ترې راشړل كېږي.
د ورځې خو څه چې كه د شپې له خواهم په كابل كې له كوره راووځئ نو د كابل ښار شاوخوا غرونه او غونډۍ به په خپله درته سترګكونه ووهي چې د زورواكانو له خوا دغه عامې شتمنۍ په منظمه توګه وېشل شوي او كورونه شوي دي، عجيبه خو يې لا دا ده چې د رسمي او قانوني كورونو څښتنان بريښنا نه لري او په غرونو او غونډيو كې په زور جوړ شوي كورونه يې لري. ايا په ذره بين هم كوم كوچى څوك راښودلى شي چې ځانته يې كومه كوټه په كې په زور نيولې او جوړه كړې وي؟
له بده مرغه چې زمونږ حكومت د فساد او ارتشاء په لومه كې داسې راښكېل دى چې د همغه قانون پر خلاف كارونه كوي چې دوى يې په جوړولو وياړ ي . په قانون كې د استوګنځي خبره كېږي خو حكومت يې په دښتو كې هم نه پرېږدي.
حكومت مې ځكه ووې چې هغه څوك چې دا شپږ اووه كاله يې له كوچيانو خوښي اخيستې او د سر په كاسه كې يې اوبه وركړي هغه ټول همغه سرشاران دي چې په حكومت كې لوړې څوكۍ لري. دغه ښاغلي سمتي ژبني او حتى مذهبي تعصبونو دومره ليونيان كړي چې انساني عاطفه يې هم ترې اخيستې او په خدايي دښتو كې هم يو انسان نه پرېږدي چې تر شنه اسمان لاندې خپله تر ملا تړلې سړه ډوډۍ وخوري.
دوه كاله وړاندې هلمند ته د يوې څېړنې په موخه تللى وم. په لښكرګاه كې د مختار په نامه د بې ځايه شويو كډوالو كمپ ته لاړم . دا نو د هغو بې وزلو كوچيانو كمپ دى چې دهيواد په شمالي ولايتونو كې د دوى دخدايي فطري پښتو ژبې او كوچيتوب په ګناه چور شوي، وژل شوي او ترې راشړل شوي دي خو په بېلابېلو غير دولتي مرستندويه ادارو كې د طالبانو په نامه مشهوروو. دوى د ځينو مؤسسو له خوا په دې مشهور شوي چې دوى د طالب واكمنۍ پر مهال لوړ پوړي چارواكي وو او كله چې طالب واكمني ختمه شوه نو دوى له وېرې دې كمپ ته راكډه شول. خو كله چې ما ترې پوښتنه وكړه او له نژدې مې حقيقت معلوم كړ نو دوى ټول تقريبا څوارلس سوه كوره اسحق زي كوچيان دي چې نه طالبان وو او نه مالبان يوازې مالداره كوچيان وو چې رمې ترې د وسله والو پوځونو د اعلا قومندانۍ د رييس اركان كسانو او ځينو نورو چور كړې وې، ځوانان يې ورته وژلي او پرژلي وو او دوى ترې په تېښته تر هلمنده راتښتېدلي وو چې تر اوسه هم بې مېږو او بې مېنې د لښكرګاه ګرمي اويخني په همغه سپيره دښته كې تېروي. دې ته ورته په سلګونو پېښې دي چې د سيمه ايز او ژبني تعصب له مخې يې خلك له خپلو كورونو كډوال كړي دي چې رسنيو په (كورنيو بې ځايه شويو) مشهور كړي دي خو هيچا يې هم دځاى په ځاى كولو هڅه نه ده كړې.
دا ټولې حقوقي ستونزې دي چې بايد په محكمو كې حل شي خو له بده مرغه چې پر سيمه ايزو ټوپكواكانو برسېره د ولسمشر مرسيتال او د ملي شورا يا مققنه قوې غړي هم له يوې حقوقي موضوع سياسي ستونزه جوړه وي او دواړه پښې يې په يوه موزه كې منډلي چې كه اين كوې او كه بين نوكوچيان بايد له هزاره جاته وويستل شي. په داسې حال كې چې خپل سيمه ايز او مذهبي ګوند د وحدت اسلامي په نامه هم نوموي. ايا اسلامي وحدت دې ته وايي چې د يوه هيواد يوه سيمه كې دې يوازې يو قوم مېشت وي او نور دې وشړل شي؟
زمونږ يې د چا په ګوند او پاليسۍ څه كار ، خو دولت ولې داسې پاليسۍ تاييد كړي؟
ايا ولسمشر له خپل مرستياله پوښتنه نه شي كولى چې د كوم قانون له مخې داسې غوښتنې كوې؟
دايې لا څه كى، خلك وايي د ښځو زړه نرى وي او بيا چې لا د بشر د حقونو په دفتر كې هم كار كوي، خو زه چې كله د كوچيانو ستړى، ستومانه ژوند او د دوى د تور سرو ساړه اوسيلي او ناخوالې ګورم نو د مېرمن سيما سمر زړه راته د كاڼي ښكاري. ځكه چې تر ټولو ړومبى بايد دې چيغې كړې واى او د كوچيانو د بې وزلو ښځو او ماشومانو غږ يې پورته كړى واى چې لوڅې پښې له ماركونډيو ډكو ډاګونو كې يې هم څوك ستومانۍ ايستو ته ولې نه پرېږدي ؟
نوموړې اداره هم تر عاطفي او بشري ځواك په سياسي چارو كې ډېره پياوړې ده او دې حقوقي او انساني موضوع ته هم دوى د سياست له كنډوه ګوري او هغه د چا خبره په ( دروو كې دروى ګوري) دوى د بشر ستونزې هم د سمت او ژبې پر تله تلي.
دلته به ځينې دا هم وايي چې كوچيان خو په زور چا نه دي اړ كړي چې د كوچيتوب ژوند وكړي نو د پاړسيوانانو خبره ولې ده نشين كېږي نه ؟
چې دا هم زمونږ د حكومت او د ځينو ادارو لكه د بشر د حقونو او نورو كار دى چې دوى ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ كړي او د مېشتېدو لارې چارې ورته ورپه ګوته كړي ځكه چې دوى په پېړيو پېړيو د اوښانو په كتارونو كې تللي او راغلي دي. د دوى د ذهنونو بدلول د مدني ټولنو كار دى او حقوق غوښتل او غږ پورته كول يې د بشري حقونو د ادارې او استوګنځى او د ژوند شونتياوې چمتوكول يې د دولت كار دى خو څوك دي چې دې ښاغلو ته ووايي په مخ دې څو سترګې دي.
تېر كال هم د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ كې د كوچيانو او ځايي خلكو (هزاره ګانو) تر منځ ستونزه وه چې د اوسني حكومت مشهور ه كړنچاره (كمسيون جوړول) ترسره شوه او بس . سږكال بيا همغه ستونزه راپورته شوه چې تېره شپه مو د راډيو ګانو له خولې واوريده چې همدغه بې سواده او بې تعليمه كوچيانو د ملي مصلحت او ملي وحدت په خاطر ومنله چې سږ كال به په سره اوړي كې د مني مېنو ته لاړ شو ځكه چې نه غواړو دولت ته په اوسنيو كړكيچنو حالاتو كې نورې ستونزې هم جوړې كړو خو سهار چې دفتر ته راتلم نو د هزاره وروڼو لاريونونه مې وليدل نو ناڅاپي مې دغه متل خولې ته راغى چې ( اوښان نه ژاړي ، بارونه يې ژاړي) .