ليکنه: م. س
دوه زره اتلسم یا دیارلس سوه اووه نویم کال افغانستان ته له څو اړخونو مهم او ستونزمن کال دی، دې کال کې امنیت ضد پېښې تر ټولو لوړ ګراف ته ورسېدې، په غزني او فراه ښارونو خطرناک برېدونه وشول، په یوه برید کې د ایران ښکېتلیا ته ګوته ونیول شوه او بل کې هم پاکستان ته.
دې کال کې حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره له هر ډول شرط پرته مذاکراتو وړاندیز وکړ، د کابل پروسې په ناسته کې ولسمشر غني وویل، که طالبانو غوښتي وي، کابل کې هم دفتر پرانیستلی شي. خو طالبانو دا وړاندیز بابېزه وباله او په ټول هېواد کې یې د خندق په نوم پسرلني عملیات پیل کړل. دا ځل طالبانو خپل تکتیک یو څه بدل کړ او پر افغان ځواکونو یې خونړي بریدونه تنظیم کړل. دې کال کې تر دا مهاله حکومت خپل حاکمیت ته پراختیا ورنکړه، خو برعکس طالبان پر مخ ولاړل او نورې سیمې یې هم ونیولې، اوس تقریبا زیاتره کلیوالي سیمې له وسلوالو مخالفینو سره دي.
د چارو شنوونکي وایي، دا حالت ځکه را منځته شوی چې پوځي کدرونه له پامه غورځول شوي، ټولې پوځي پرېکړې په یوه ځای کې کیږي چې هغه هم ارګ دی. اورېدلي به مو وي چې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې لسګونه جنرالان تقاعد ته سوق شول، په داسې حال کې چې د دې جنرالانو ځای بې تجربې کسانو ډک کړی دی. د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکارمحمد حنیف اتمر له دې پلان سره مخالف و، خو کله د ملي یووالي په حکومت کې پرېکړې د مشورو په اساس شوي، تر دې مهاله چې د حکومت څه باندې څلور کلونه تېر شوي، پرېکړې یواځې یو کس کوي او هغه هم غني دی.
د هر بریالي حکومت راز په دې کې نغښتی چې چارې څه ډول عیارې کړي، ستونزې څه ډول په فرصتونو بدلې کړي، څه ډول وشي چې د کاغذ پرېکړې په عمل کې تطبیق شي، دا یو څه کار غواړي، او دا کار پرته له دې چې په منظمې ډلې کې تر سره شي، بل ډول نه شي کیدای.
افغانان ډېر د سړې سینې خلک دي، هر حکومت ته یې وخت ورکړی، خو که حکومت خپله لار کږه کړې، نو بیا ولس را اوچت شوی او یو درس یې ورکړی دی. دموکراتیکو ټولنو کې بریا او پرمختګ ځکه شونی دی چې ټاکل کېدونکي رهبر ته د هغه د کورنۍ او قوم په اساس نه بلکې د پروګرامونو له مخې رایې ورکول کیږي، کله چې کاندید د خلکو د رایو په اساس رهبري ته رسیږي، مکلف دی چې خپل مسوولیت ادا کړي، ځکه خلکو پرې باور کړی او هغه ته نه ښایي چې دا باور د خپلو تنبلیو په اساس له منځه یوسي.
د ملي یووالي حکومت د سر له سړي نه د زیاترو ګیله دا ده چې خپل ټیم یې ونه شو ساتلی، هغه ټیم چې له سهار تر ماښامه یې هڅې وکړې، کمپاینونه یې وکړل خو ارګ ته د غني په رسېدو سره هر څه له منځه ولاړل. د ولسمشر غني یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې افغانان نه پېژني، او هر رهبر چې د خپل ملت پېژندنه کې پاتې راغلی وي، حکومت یې چارې ښې نه شي تنظیمولی. ولسمشر پرېکړو کې جدي ښکاري، خو په عین حال کې ډېر ډارن دی. د عطا محمد نور ګواښونو ولسمشر اړ کړ چې هغه ته باج ورکړي، حال دا چې د وخت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر استدلال کاوه چې د نور په تړاو خپله پرېکړه په جدیت سره تعقیب کړي، خو هغه د اتمر دې مشورې ته غوږ کېنښود او خپله پرېکړه یې وکړه، پایله د حکومت لپاره ښه نه وه، ځکه حکومتونه د قانون حاکمیت لپاره په ټول توان هڅې کوي، په ټول توان او د غني حکومت ته هم همدا ګام پورته کول په کار و، خو د عطا محمد نور په تړاو د حکومت په شاتګ د خلکو باور کمزوری کړ.
د ملي یووالي حکومت سترې ستونزې وران امنیت، کمروزی اقتصاد، کورنۍ لانجې، اداري فساد او…… دي. یو دلیل یې هم ښایي همدا وي چې ولسمشر هرې پرېکړې کې د مشاورینو مشورې له پامه غورځولي، له نړیوالو سره اړیکو کې توازن په نظر کې ونه نیول شو، او هر څه له منځه ولاړل. دا سمه ده چې امریکا د افغانستان لوی ملاتړی او متحد دی خو ور سره اړیکې باید داسې تنظیم او عیارې وي چې ګاونډیان په ځانګړې توګه روسان او چینایان اندېښمن ونه ووسي. دا مو تریخ حقیقت دی، خپله جغرافیه نه شو بدلولی، مونږ کاناډا نه یو چې د روس او چین اندېښنې له نظره وغورځوو، مونږ د امریکا نه بلکې د روسیې او چین ګاونډیان یوو، اړتیا لرو چې له دې هېوادونو سره اړیکې په هغه ډول عیاري کړو چې دوي یې غواړي او تمه یې لري.