د دفاع وزارت وايي، تېره شپه د فراه ولايت په خاک سفید ولسوالۍ کي د ملي اردو یوه چورلکه رالوېدلې ده او څلور کسان پکي وژل سوي دي.
د فراه د والي ویاند وايي، تېره شپه د افغان پوځ یوه چورلکه چي ياد ولايت ته ئې مهمات لېږدول ، د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کي بېړنۍ ناسته کړې ده او وروسته د اورلګېدنې له کبله چورلکه تخریب سوې چي دوه پیلوټان او دوه نښه ویشتونکي پکي وژل سوي دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم ياده پېښه تاييدوي او وايي: “تېره شپه د ملي اردو یوې چورلکي د فراه خاک سفید ولسوالۍ کي بېړنۍ ناسته کړې. الوتکه کي مهمات چاودلي چي له کبله یې الوتکه کاملا ویجاړه سوې او څلور واړه سپاره پکې وژل سوي دي.”
خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کي ویلي دي، چي دا چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل سوې ده.