غلام ولي نوري
د ملي امنیت شورا د دفتر د سهار د اتو بجو اداري غونډي تالار ته ورغلم، د غونډي ټول ګډونوال چوپه خوله او پرېشانه ناست دي. زموږ د سهار دا غونډه د نورو ورځو پر خلاف چي همېشه به د خندا او په لوړ اواز د جر و بحث څخه ډکه وه، خاموشه او له یو ډول ترېنګلتیا او خفګانه ډکه وه. عموما په داسي لوړو امنیتي ارګانونو کي کار کوونکي د یو خاص غرور او د وطن سره د میني یو خاص احساس او د حالاتو څخه د نورو عادي وګړو برعکس یو بېل درک لري. یو لوړ رتبه مامور چي ما ته مخامخ ناست و، سر یې کښته اچولی و، په پرېشانۍ یې سر راپور ته کړ، د مجلس مشر ته یې وویل، ډېر بد کار وسو، داسي باید نه وای سوي، دا زموږ نفس نه قبلوي. د غوندي مشر وویل، موږ کشران یو، تر موږ لوړ سیاسي مشران چي د هیواد لپاره هر تصمیم نیسي موږ یې باید اطاعت وکړو او هغوی د حالاتو څخه تر موږ ښه ترک لري. زموږ لپاره نه ښایې، چي د هغوی په تصمیمونو کي دخالت وکړو او یا یې د منلو څخه انکار وکړو.
د غونډي د مشر خبري هیچا ته د قناعت وړ نه وې او داسي ښکارېده، چي په دې تصمیم تر موږ د غونډي مشر ډېر خفه و. خپل د راسته لاس ناست ملګري ته مي په غوږ کي وویل، چي څه کیسه ده؟ هغه راته وویل، چي ته د ای ایس ای سره د امنیت شورا د دفتر د امنیتي موافقتنامي د لاسلیک څخه نه یې خبر؟ ما ورته وویل چي نه. هغه څنګه؟ د پاکستان سره د امنیتي توافقنامي خبر برایې شپه په مطبوعاتو کي نشر سوی و، او د هیواد ځینو سیاستوالو يې د ولسمشر کرزي په ګډون په اړه خورا سخت غبرګون ښولی و. د امنیت شورا د دفتر ټول مرستیالان او بېله یوه ریئسه بل هیڅوک د ای ایس ای سره د امنیتي توافقنامې د ترتیب او امضا څخه نه ول خبر. هغه ریئس چي اتمر په دې مجلس کي د پاکستانیانو سره کښېنولی و، یو وطن دوست کس و، البته اتمر داسي هم نه سو کولای، چي د امنیت شورا دفتر ټول کار کوونکي له دې بهیره لیري وساتي. عموما به دداسي موافقتنامو مسودې د امنیت شورا د پالیسۍ، د کورنیو چارو او بهرنیو چارو ریاستونو له لوري ترتیبېدلې خو په دې ټولو ریاستونو کي هیڅوک د ای ایس ای سره ددې امنیتي موافقتنامې له ترتیب او محتوا څخه نه ول خبر. انګرېزانو، ای ایس ای او د اتمر د وزیر اکبر خان شخصي دفتر چي د انګریزانو له خوا چلول کېده، د ای ایس ای سره د امنیتي توافقنامې متن ترتیب کړی و او وروسته یې د ملي امنیت ریاست منصوبینو ته وړاندي کړې وه. هغوی د ای ایس ای سره بېله قید و شرطه ددې امنیتي موافقتنامې مطلق مخالف ول خو د وظیفوي اخلاقو او د پوره واک نه لرلو له مخي یې یو مخ دا کار نه سو ردولای بلکي د ملي امنیت وطندوستو افسرانو پر وطن مین شخصیتونه، چي په هغو کي ولسمشر کرزی هم و هیواد ته د انګریزانو، ایس ایس ای او اتمر له خوا ددې ور پېښ خطر څخه پر وخت خبر کړل او هغوی یې هم په مخنیوي کي پوره کوښښ وکړ.
زه تر غونډي وروسته خپل دفتر ته ولاړم. هلته د امنیت شورا په دفتر کي یو ریئس راپسي راغئ، دې توافقنامې سخت خواشنۍ کړی و، راته ویل یې نوري صاحب چي زما میرمن یې را څخه بېولې وای دونه زور به یې نه وای راکړئ، لکه دا امنیتي توافقنامه چي د ای ایس ای سره امضا سوه. د ملي امینت شورا د دفتر اکثرو همکارانو به دداسي حوادیثو سره د خپل ناراضیت د زړه بړاس ما ته کښئ. د هغه یو علت یې شاید دا و، چي د امنیت شورا دفتر کي اکثرو داسي فکر کاوه، چي زه ولسمشر کرزي ته نږدې کس یم، چي البته اتمر هم ددې فکر ښکار و. اتمر څو ځله له څو کسانو پوښتلي وه، چي دی (نوري) ولسمشر کرزي ته څومره نږدې دئ؟ اتمر به د ولسمشر کرزي سره د چاپلوسۍ په خاطر تقریبا هره ورځ یو ځل د هغه کور ته ورتلئ او کله کله به یې ځیني پټ معلومات له هغه سره شریکول. زه یوه ورځ تر کار وروسته چي تقریبا د شپې ۹ بجې به وې، له خپله دفتره راووتم، د امنیت شورا یوه ساتونکي راته راغئ، ویل یې کور ته ځئ؟ ما ویل هو. یوه پټه دوسیه یې راکړه، چي دا د اتمر یاور ما ته راکړه، چي عاجل یې د ولسمشر کرزي تر کوره ورسوم، نو ته هغې خوا ته ځې، دا دوسیه هم در سره یوسه او ولسمشر کرزي به هم ووینې. ما چي دوسیه ځني تسلیمول په دې وخت کي د اتمر یو نوی یاور راغئ، هغه محافظ ته یې وویل، چي دوسیه دي څه کړه؟ هغه ما ته یې اشاره وکړه ویل یې (نوري صاحب) ته مي ورکړه، چي د ولسمشر کرزي تر کوره یې ورسوي، ځکه چي دی د هغه د کور سړی دئ. دا سمه خبره ده، چي زه ولسمشر کرزي سیاست ته راوستم دا، چي زه به هغه ته څونه نږدې یم هغه یوازي ولسمشر کرزي ته معلومه ده. له ځان سره مي وویل، د ظالم زو موږ خپله ولاکه په دا درې میاشتي د ولسمشر کرزي کور په سترګو لیدلی دئ. ولسمشر کرزي ته نږدې کسان همېشه د غني او اتمر تر پلویانو وطن دوسته شمېرل کېدل، نو شاید یو دلیل یې همدا و، چي دوی به اکثرو د زړه بړاس ماته کېښ.
یوه ورځ د امنیت شورا دفتر ته د غزني ځوانان د غزني د امنیتي وضعیت د ښه کولو په نیامت د اتمر لېدو ته راغلی ول. زه هم په غونډه کي حاضر وم، اتمر چي ما ته وکتل، د ای ایس ای سره د امنیتي تړون لاسلیک ته یې اشاره وکړه. ده ویل، موږ د ای ایس ای سره د امنیتي تړون لاسلیک کړ خلکو اوازې ګډي کړې، چي د احمد شاه بابا وطن یې پر پنجاب خرڅ کړ. ایا څوک د احمد شاه بابا وطن خرڅولای سي؟ ده اصلا غوښتل چي همدا خبره زما تر غوږ راورسوي، چي زه یې تر ښاغلي کرزي پوري ور ورسوم. ما ته د پاکستان په پارلمان کي د ښاغلي محمود خان اڅکزي هغه وینا را په یاد سوه، چي ویل یې که زما کور ته اسامه راسي چي ټوله امریکا راکوي قسم په خدای که یې زه د امریکا په لاس ورکړم او خپل خړ پټو ته یې لاس کړ ویل یې زه دا خپله خړه دوپټه پر ټوله امریکا والله که ورکړم مګر اسامه ته وایم چي زما له کوره ولاړ سه. له ځان سره مي وویل، د ظالم زو کندهاریتوب او د ښاغلي کرزي سره دوستي یو شی دئ او د اداري امانت بل شی دئ، چي دا ستا ملکه الزابت مقام راکوي قسم په خدای که یو راز زما له لاري تر ښاغلي کرزي ورسيږي. وایې، چي په ځان کي یې وینې په جهان کي یې وینې. ما همدا خبره د ښاغلي کرزي د کورنۍ یوه غړي ته وکړه، هغه په خندا راته وویل، چي د ښاغلي غني په حکومت کي د ښاغلي کرزي تر ټولو لوی مخبیر اتمر دئ او د ښاغلي غني هر حال تر ښاغلي کرزي پوري رارسوي. ویل کیږي، چي غني اتمر له دې کبله هم استعفا ته مجبور کړ، چي د غني هر حال به یې تر ولسمشر کرزي ورساوه. یوه ورځ مي له یوه لوړ پوري حکومتي چارواکي څخه وپوښتل، چي دا اتمر څنګه سړی دئ؟ ویل یې لکه ایم ای ۶ چي دي د خوب په خونه کي اوسیږي.
نور بیا…