کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ترافيكو د رئيس زوى په ترافيكي پېښه كې ووژل شو!!!

د ترافيكو د رئيس زوى په ترافيكي پېښه كې ووژل شو!!!

 ترافيكي تلفاتو خلك پوزې ته رسولي دي


دغه تش خبر شايد د ترافيكو رئيس ته زيات ټكان وركونكى وي او د يو انسان او مسلمان په توګه وايم چې خداى دې هيڅكله دا خبر نه رښتيا كوي ځكه چې د اولاد مړينه او بيا په تېره بې وخته او بې ځايه مړينه هيڅ يو پلار ته او نه د ترافيكو رئيس ته د زغم وړ ده، خو كه همدا ترافيكي فرهنګ چې اوس په هيواد كې دود دى، ادامه پيدا كړي نو په دې كې د شك ځاى نشته چې يوه ورځ به د ترافيكي مرګ  عزراييل د هر يوه افغان او چارواكي د كور دروازه وټكوي او د دوى او يا د دوى د كورنيو د غړو ژوند يې ترې واخلي. ځكه چې دا مهال هره ورځ په هيواد كې پنځه تنه په ترافيكي پېښو كې ژوند له لاسه وركوي، پنځلس تنه ژوبل كيږي چې په هرو لسو تنو كې درې تنه يې داسې دي چې له درملنې وروسته معيوبيت پريږدي او لا هم د ترافيكي پېښو او تلفاتو شمېره ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.


د ادراګاندې د ماشوم د روغتيا  د روغتون د جراحۍ سرويس مشر ډاكتر مصطفى زمري د طلوع تلويزيون د ((دهليزها)) خپرونې ته وويل چې هره ورځ په منځنۍ كچه اته ماشومان دغه روغتون ته د ترافيكي پېښو د مصدومينو په توګه راوړل كيږي چې زياتره دماغي صدمات دي او په راتلونكي كې عصبي او دماغي معيوبيتونه تر شا پرېږدي.


په همدغه خپرونه كې له مصدومينو، هغوى له خپلوانو، د وزيراكبرخان روغتون له ډاكټرانو او د ترافيكي پوليسو له مسوولينو سره هم مركې وشوې. مصدومينو ترافيكي نظم او ترافيكي پېښو مخ نيوى غوښته، ډاكترانو څرګندوله چې نور د ترافيكي پېښو د ټپيانو او ناروغانو له درملنې ستړي شوي او ترافيكي پوليسو د ترافيكي پېښو پړه په موټرچلونكو اچوله چې له ترافيكي قوانينو څخه سرغړونه كوي، دوى هم لكه د يو غيرمسوول شخص په څېر ويل چې  هو په ترافيكي پېښو كې خلك وژل كيږي او دغه ستونزه شته خو د يو مسوول په توګه يې دا نه ويل چې له دغې ستونزې سره يې څه كړي، يا څه به كوي او د حل لاره يې څه ده. البته دا پوښتنه به ترې نه وي شوي، خو افغان ولس باور لري چې افغان چارواكي د هيواد او ولس له حال او احواله څخه زيات د خپلو جېبونو حال او احوال اخلي او د خپلو جېبونو په ډكولو كې دومره ملاله او سربداله دي چې نور نه پوهيږي د دوى په ښار كې څه تيريږي.  ځكه چې د ترافيكي حوادثو مسوول، د ترافيكي پېښو كومه شمېره چې ښوده هغه په مراتب له هغې شمېرې ټيټه وه كوم چې د روغتون مسوولينو ښوده.


بل پلو د ترافيكي پوليسو د ترافيكي پېښو د غټ لامل په اړه اشاره بې وخته او بې ځايه سبقت ته وه، خو لكه څنګه چې ټولو ته معلومه ده د ترافيكي پېښو غټ لامل زيات سرعت دى چې د خطر په وخت چلونكي نه شي كولى خپل موټر اداره كړي او پېښه رامنځته كيږي. بل پلو ترافيكي قوانين د ترافيكو د سترګو پر وړاندې  نقضيږي او كومې موټرې چې په ښار كې تر ټولو په زيات سرعت سره ځي او يا ترافيكي قوانين نقضوي هغه د لوړ پوړو چارواكو، د زورمندانو او د پارلمان د غړو دي. په مجموع كې په ښار كې او د هيواد په ټولو سړكونو كې ټول موټر چلونكي خپلې موټرې په زيات سرعت سره ځغلوي، سره له دې چې د سړكونو په اوږدو كې په ټرافيكي لوحو كې ورته د سرعت ښودنه شوې، نه موټر چلونكي په ترافيكي لوحو او ترافيكي قوانينو عمل كوي او نه د ترافيك پوليس يې د تطبيق تكليف په غاړه اخلي. سره له دې چې له ترافيكي پوليسو  سره يو ډول بې اساسه او بې ادرسه د ترافيكي جريمې كتابچې شته چې عوايد يې د پوليسو جېب ته ځي او پوليس هم ځينې د تونس موټر چلونكي چې په ټول ښار كې يې توقف غيرقانوني ګرځول شوى جريمه كوي او د قوانينو د تطبيق په دې برخه كې پوليس ښه جدي ښكاري.  


ترافيكي حوادث زياتره نه راجستر كيږي او د ترافيكو په منځګړيتوب سره دغه شخړې د سړك په سر تصفيه كيږي او متخلف ته پرې تاديبي جزا نه وركول كيږي، كومې پېښې چې بيا د ترافيكو د حوادثو مديريت ته ځي ډېرى هلته له تاديبي جزا پرته تصفيه كيږي او كه كوم بې زوره او بې پيسې متخلف وي او په ترافيكو كې يې ستونزه هواره نه شوه نو هغه څارنوالۍ ته معرفي كيږي او بيا هلته هم له فساده ډك چلن ورسره كيږي.  بل پلو په ترافيكي پېښو كې زموږ د هيوادوالو له پاكو اسلامي احساساتو څخه هم ناوړه ګټه اخيستل كيږي او په دې پلمه چې ګوندې د ديت په اخيستلو سره د ميت شهادت ته زيان رسيږي، زموږ هيواد وال د محاكمو له خوا مجرم بخښلو او برائت وركولو ته هڅول كيږي او له دې سربېره په مجرم تاديبي جزا هم نه تطبيقيږي.


په افغانستان كې نږدې ټول دولتي چارواكي د درغلۍ او بې كفايتيو له امله د ستونزو د حل د مسوولينو په ځاى، په خپله هيواد او ولس ته ستونزه ګرځېدلي، خو د ترافيكي پوليسو د بدچانسۍ له كبله د ترافيكي پوليسو بې كفايتيو ته ځكه پرتوګ  نه اغوستل كيږي چې ترافيكي سرغړونې د عامه انظارو پر وړاندې ترسره كيږي او دومره عام شوي چې نور په يوه دود او فرهنګ بدلې شوي دي. هغه داسې چې د موټرو تيز ځغلول د ډريورانو د وياړ او فخر په سامان بدل شوي او هر موټر ځغلونكى فكر كوي چې د موټر په تيز ځغلولو سره ستر وياړ ورته په برخه كيږي، يا د موټر ځغلولو كومه ستره لوبه ګټي او نور ټول موټر چلونكي بايلي.


سره له دې چې د ترافيكو د رياست له پاره دا څويم رئيس دى چې راځي، خو ترافيكي تلفات نه يوازې دا چې كميږي نه، بلكې لا هم پسې ډېرېږي . د هغو اوازو پر بنسټ چې د عام وګړو تر منځ اورېدل كيږي، ترافيكي نظم ځكه نه جوړيږي چې لومړى دغه څوكۍ په ډالرې رشوتونو پلورل كيږي او بيا همدغه رئيسان د فضا او اوبو په خړولو سره لار اختلاس او رشوتونو ته هواروي او خپلې مصرف شوې پيسې له همدې لارې  له يوې اندازې ګټې سره لاسته اوړي.


ولس په دې باور دى چې د هيواد په اوسنيو زياترو چارواكو كې د وجدان احساس وژل شوى او د دوى منفي سلوك نور ټولنه په منفي اخلاقو او  فرهنګ ككړه كړې ده، د دندې او اهليت معيارونو بدلون موندلى، رشوت او بډو د تجربې، مسلك او اهليت ځاى نيولى، څوكۍ په پيسو خرڅېږي او څوكۍ سړي ته نه بلكې سړى څوكۍ ته سپارل كيږي، همدا لامل دى چې امنيت او د خلكو وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او ولس له دولت سره فاصله پيدا كوي، كه نه كه د سرچوك يو جوالي ته هم د ترافيكو مسووليت وسپارل شي نو له اوسنيو مسوولينو به يې ښه سمبال كړي. د ترافيكو اوسني چارواكي نه د نورو خلكو او هغوى د اولادونو په غم كې دي او نه هم د خپل ځان او اولادونو د راتلونكې په غم كې، ځكه دوى خو بايد دومره فكر كړى واى چې پيسې د يو كل په توګه د ژوند ټولې اړتياوې نه شي پوره كولى، د ژوند كولو لپاره قانون ته هم اړتيا شته كه همداسې بې قانوني روانه وي هغه چارواكي چې نن په پولادينو قصرونو كې ناست دي او د ترافيك پوليس يې د موټرو  پر مخ سړكونه تخليه كوي شايد سبا په دې څوكيو او قصرونو كې پاتې نه شي او نه څوك ورته د موټرو مخې تخليه كړي، او يا اولادونو ته يې دا فرصت برابر نه وي او لكه نور عام وګړي مجبوره وي چې له سړكونو څخه پلي تېر شي، نو بيا به څه كوي؟ او د موټرو د ټايرونو لاندې د خپلو اولادونو مړينه او وژنه به څرنګه زغمي؟


په خواشينۍ سره د افغانستان چارواكي له تاريخ څخه درس ناخلي او فكر نه كوي چې له تېرو خاينو او بې كفايته مشرانو سره څه چلن وشو او سبا به له دوى سره څه كيږي.


دوى نه پوهيږي چې افغان ولس اوس ويښ شوى او نور هغه وخت تېر شوى چې افغان ولس د دوو بدو انتخابونو تر منځ يو ته يې رايې وركړي او يا د پرديو پر مټ راشي او يا د تورې په زور ځان په خلكو وتپي، دا عصر د دموكراسۍ عصر دى چې واك د اهليت  پر بنسټ او د خلكو د رايو پر اساس ترلاسه كيږي او بې كفايته او تنبل چارواكي په دموكراسۍ كې بازار نه لري او نه څوك ورته رايې وركوي او نه هم دا ځل يې په هكله د امريكې چارواكي او افغان ولس د تېرو انتخاباتو اشتباهات تكراروي.  


اوسني چارواكي د عادت له مخې د خپلو پاتې راتلنو پړه تل د پيسو او بودجې په نشتوالي اچوي خو په هيواد كې د ترافيكي نظام جوړل كومې پانګې ته اړتيا نه لري د ترافيكي سرغړونو په وړاندې د جريمو او جزا په سختوالي سره ترسره كېداى شي.


_كه څوك په ترافيكي حادثه كې وژل كيږي، بايد د مړي وارثانو ته د ديت وركول حتمي شي. كه د مړي وارثان ديت نه قبلوي نو هغه دې دولتي خزانې ته تحويل كړاى شي.


_همدا راز د بدن د هر ژوبل شوي غړي په سر پوره اندازه ديت او جزا وټاكل شي.


_د ترافيكي نظام د ښه كولو له پاره د ملي تلويزيون او افغان فلم له لارې پراخه تبليغاتي كمپاين پيل شي.


_د هر ترافيكي تخلف او سرغړونې له پاره جريمه او جزا وټاكل شي.


_د موټر چلولو په وخت په تليفون كولو او  نشه غټه جريمه ولګول شي.


_د سرعت او سبقت د سرغړونې په سر جريمه او جزا زياته كړاى شي.


_د دريورۍ شرايط دې سخت كړاى شي. د بيلګې په توګه ترافيكي روزنه، بانكي حساب او  بانكي ضمانت چې يوه اندازه پيسې او يا جايداد د ضمانت په توګه د دولت په يوه بانك كې كېښودل شي چې د ترافيكي سرغړونو او جريمې په وخت كې جريمې له زياتې سردردۍ او اوږد پروسيجر پرته د بانكي حساب له لارې په اسانه سره اجرا شي.


_كه چېرې بانكي ضمانت د بېكارۍ وېره رامنځته كوي نو هغه موټر چلونكي چې ناداره دي د موټر د مالك له خوا يې ضمانت وشي.


_په مزدحمو ځايونو، ښاري واټونو او لويو لارو كې د امنيتي كمرو نصبول چې تر ډېرې اندازې د ترافيكي نظم د ټينګولو او اداري اصلاحاتو په برخه كې اغېزمنې تمامېداى شي.


_كومې پيسې او پانګه چې د ترافيكي جريمو له لارې د دولت لاسته ورځي په هغه دې د ترافيكي پوليسو معاشونه لوړ شي.


_په دنده كې د ترافيكي پوليسو د بې كفايتۍ او قانوني سرغړونو پر سر هم غټه جزا او جريمه وټاكل شي.


موږ باور لرو چې په پورتنيو اصلاحاتو سره ترافيكي نظام په بشپړ ډول سمېداى او ترافيكي حادثې خپل نازل حد ته راټيټيداى شي.


د ترافيكي نظم د جوړولو په لار كې ځينې كوچني تخنيكي خنډونه هم شته خو دا چې اوس د بحث خبره د ترافيكي تلفاتو مخنيوى دى، نو په هغو خنډونو نه غږيږو، خو خپلو ګرانو هيوادوالو ته يوازې دومره وايم  چې ستونزې دومره پېچلې او غټې نه دي چې چارواكي يې خلكو ته دومره پېچلې او غټې ځلوي او حقيقت دا دى چې  چارواكي له هغو پروژو سره هيڅ مينه نه لري كوم چې د دوى په كې پيسې نه وي او جېبونه يې په كې ډك نه شي.


د افغانستان اداري سيستم په دې برخه كې داسې دى چې د ترافيكو د حوادثو د مديريت له خوا بايد  د ترافيكي تلفاتو د زياتېدو په اړه په خپل ورځني راپور كې د ترافيكو رياست ته يادونه كړى واى او د حل په اړه يې هدايت غوښتى وى او په خپل مياشتني او ربع وار راپور كې چې كله د ترانسپورت وزارت ته يې د ترافيكو د رياست په تاييد  استوه هم يادونه شوې واى او په اړه يې هدايت غوښتل شوى واى او بيا كله چې د ترانسپورت وزارت خپل مياشتنى او ربع وار راپور د امورو ادارې(جمهور رئيس) ته وركاوه همدا راز يې كړي واى. د امورو ادارې(جمهور رئيس) بايد د ترافيكي تلفاتو د زياتېدو په اړه په سلسلې سره له ترانسپورت وزارت، ترافيكو مديريت او له حوادثو مديريت څخه په دې اړه وضاحت او د دغو تلفاتو د كمېدو په اړه د دوى وړانديزونه غوښتى واى او بيا د عدليې وزارت او ترافيكو د رياست له خوا نوي ترافيكي قوانين او د سرغړونو پر وړاندې د جزا نوي وړانديزونه پارلمان ته وړاندې شوي او پارلمان پرې تصميم نيولاى واى.


كه چېرې خبريالان ورشي او دغه اداري پروسيجر تعقيب كړي نو په اسانه سره معلوميږي چې په دې برخه كې چا سهل انګاري كړې ده.