دپاکستان پخوانی لومړی وزير نوازشریف د خپلي مېرمني د جنازې په مراسمو کي د ګډون په خاطر له زندان څخه مؤقت خوشي سوی دی.
د نواز شريف لور مریم نواز او زوم صفدر هم د کلثوم نواز د خاورو ته سپارلو په مراسمو کي د ګډون لپاره له زندانه خوشي سوي دي.
د راپورونو له مخي نوموړي درې واړه د۱۲ساعتو دپاره د زندان څخه خوشي سوي دي .خو د ځينو سرچینو په حواله دپنجاب حکومت پریکړه کړې ده چي د هغوی دخوشې کیدو موده تر دريو ورځو نوره هم وغځوي.
دنوازشریف دکورنۍ د کورنیو چارو محکمې ته وړانديز کړی دی د کلثوم نواز د جنازې او فاتحې په مراسمو کي د ګډون لپاره دي هغوی درې واړه په ضمانت خوشي کړي .
مېرمن کلثوم نواز د سې شنبې په ورځ د لندن په يو روغتون کي د سرطان د ناروغۍ له امله مړه سوه.
مېرمن کلثوم نواز له تېر يوه کال راهيسي د لندن په يو روغتون کي بستر وه.
نوازشریف د هغه لور مریم نواز او زوم ئې صفدر په دې تور بنديان دي چي ګڼي د هیواد څخه بهر ئې ناقانونه شتمني ذخيره کړې ده .