سورلنډی (چغال) په ډيره ربړ سره يوه چرګه له کلي وتښتوله د کور ميرمني واويلا جوړه کړه:
هو خلکو! سورلنډي زما يو نيم چارک د هګۍ چرګه يوړه…
هلۍ د خدای دپاره…
سورلنډي چې دا نارې سورې واوريدې نو و دريد چرګه يې دوه –درې واري کښته پورته کړه خو هغه تر يو پاو زياته نه وه او چې يې ښه ورته وکتل د هګۍ چرګه هم نه وه بلکې چرګ و نو په پښېمانۍ بيرته را ستون او کلي خوا ته رهي شو په لارکې ګيدړې وليد او ږغ يې پر وکړ:
ځه تښته! د کلي خلک در پسې راوتلي دي. سورلنډي ورته وويل:
ته دا نارې او دا ښکروره درواغ نه اورې وايي يو چارک د هګيو چرګه…
لاهولا…دا دومره غټ د رواغ. زه ځم دا دوراغ رسوا کوم !
دګيدړې د دې کوچنۍ چرګ په ليدو ناړې د خولې وبهيدلې په مات مخي يې سورلنډي ته وويل:
ساده سړيه!ما ته يې راکړه! زما په دوه چارکه منلې ده!
سورلنډي چرګه ګيدړې ته ورکړه او له توره يې ځان وژغوره او په ارامه وجدان د خپل غار خواته رهي شو او ګيدړې هم نيم پاو چرګ په دوه چارکه ومانه خو د کور د ميرمني يو يونيم چارک او د سورلنډي دوه چارکه احسان ور باندي شو . ګيدړي لا په خوړو پيل نه و کړۍ چې د کلي سپيان پسې راورسيدل او دومره يې وځغلوله چې درې چارکه يې تول( وزن) بايلۍ.
لندن۲۰۰۲