ليکنه: مينه منګل
سیاسي جریانات باید د ملي ګټو پرمبناولاړ وي!
په افغانستان کې هر سیاسي ګوند، ائتلاف او یا نور سیاسي حرکتونه باید په ملي ګټو ولاړ واوسي، او دا راز حرکتونه باید ټاکلي معیارونه او د ملي ګټو اهداف ولري، سیاسون باید د ولس د ارادو، او ارمانونو مطابق په افغانستان کې فعالیت وکړي.
په افغانستان کې مختلف سیاسي حرکتونه فعالیت لري ولې ټول معیاري ندي، ځکه شته ځيني سیاسون چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د ولس له پاکې ارادې د ځان په ګټه استفاده کوي.
سیاسون دي او که بل هر څوک لومړی باید د هېواد ملي ګټو ته ژمن واوسي.
ملي ګټې باید ورته سره کرښه واوسي.
همدا ملي ګټې دي چې زموږ هویت او زموږ افغانیت ثابت کوي.
موږ په دې وروستیو کې وینو چې سیاسي ائتلافونه جوړېږي او په رآس کې کسان یې د نظام او دولت مخالفین دي دا د هر چا حق دی چې سیاسي ګوند جوړ کړي او سیاسي فعالیت ولري، ولې دوی هم باید د دولت په څېر د هېواد د آبادۍ،پرمختګ ، د قومونو یووالي د امنیتي ځواکونو ملاتړ او داسې نورې ملي برنامې باید ولري.
تر څو د ولس د پاره د باور وړ واوسي.
په پرمختللو ټولنو کې سیاسي احزاب ډېری سیاسي ستونزې د خبرو د لارې حل کوي،
بدبختانه. کله چې په افغانستان کې سیاسي احزاب جوړ شول، نو ډېری یې لاړل ځانونه یې پر پاکستان ، ایران، او یو شمېر نورو هېوادونو وپلورل ، چې یادو هېوادونو د همدې سیاسونو پر مټ په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل کړې ، جهاد په نوم یې دومره افغانان شهیدان کړل چې کره شمېره یې لاهم ورکه ده، همدې بهرنیو کړیو زموږ د داخلي ځينو سیاسونو پرمټ د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ داسې د نفاق اور بل کړ چې تر ننه یې ډېر لرېوالی پيدا کړ.
بهرنیو استخباراتو د همدې سیاسونو پر مټ د افغانستان شتمنۍ لوټ کړلې ، او اقتصادي زېرمې یې له منځه یوړې، په کلتوري او سیاسي لحاظ زموږ هېواد ډېرې سختې صدمې ولیدلې.
صرف دلیل یې دا وه چې د ځينو سیاسي ائتلافونو او سیاسي ګوندونو سیاست ملي نه وه ، که دوی سیاسي او ملي مبارزه کړې وای ، هماغه وخت څخه به موږ یو پياوړی نظام لرلی .
دا چې تر اوږدو کلونو د افغانانو ارمانونه د پوره کېدو په حال کې دي، ولسمشر غني د یوه بنیادي افغانستان د پاره کار کوي اړتیا ده چې ټول سیاسي ائتلافونه د حکومت ملاتړ وکړي، ځکه حالات نازک دي، نظام مو د پياوړېدو پر لور دی ، د افغانستان پرمختګ د افغانستان د خلکو دښمنان نشي زغملی ، نو له فرصتونو استفاده کوي، همدا اوس زموږ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې څو وسله والې ډلې جګړه کوي، که چېرې ټول سیاسون ، د افغانستان ټول ولس سره یو لاس شي د حکومت ملاتړ وکړي نو نظام مو پياوړی کېږي.
که چېرې سیاسون د ائتلاف په نوم د افغانستان حکومت چلنج کوي، د نظام د ړنګېدو ګواښونه کوي دا حالات بغیر له دښمن څخه بل د هیچا په ګټه ندي.
اوس مهال د موجوده نظام څخه د ملاتړ، او د ملي ګټو د ساتنې څخه بل هیڅه هم مهم ندي.
سیاسون د د یوې سوله ییزې او ملي لارې ځانونه قدرت ته ورسوي، هیڅوک به یې مخه ونه نیسي، که د نظام د ړنګېدو او د ولس د ټوټه کېدو د لارې دوی غواړي قدرت ته ورسېږي نو د افغانستان ټول غیرتي ولس به یې په وړاندې درېږي.
ښه ده چې ټول د یوه آباد او سوکاله افغانستان د پاره کار وکړي.