کور / راپور / د لښکر طيبه دوه نور غړي هم د ترهګرو په تور ليست کي شامل کړل سوه

د لښکر طيبه دوه نور غړي هم د ترهګرو په تور ليست کي شامل کړل سوه

امريکا د پاکستان د لښکر طيبه ډلي دوه نور غړي د ترهګرو په نړيوال تور ليست کي شامل کړي دي.

دا دوه غړي چي يو يې حميدالحسن او بل يې د عبدالجبار په نامه دی د ترهګرو سره د مالي مرستو د چمتو کولو په تور په تور ليست کي شامل کړل سوي دي.

د امريکا د ماليې وزارت د ترهګرو سره د مالي مرستو د څار څانګي پرون دسې شنبې په ورځ په يو بيا ن کي وويل چي دغه دواړه  کسان د لښکر طيبه د مالي مرسته کونکو له ډلي څخه دي او دغه ترهګري ډلي ته د پيسو را ټولولو ، لېږلو او ددې ډلي ترهګرو ته د تنخا ورکولو چاري پر غاړه لري.

پرپاکستان باندي تور دی چي د ترهگرو ډلو  روزنه کوي  او هغوی ته يې په خپله خاوره کي پناه ځايونه ورکړي دي.

د پاکستان په وروستيو انتخاباتو کي چي د جولای مياشتي پر ۲۵ ترسره سول لښکر طيبه ډلي هم خپل نوماندان پکي لرل.

د امريکا د ماليې وزارت په ويناپاڼه کي ويل سوي دي چي حميد الحسن په پاکستان کي چندې راټولوي او بيا يې سوريې ته لېږي ، دا کس په کشمير کي د جماعت الدعوه ډلي سره کار کوي.

همدارنګه د عبدالجبار په نامه کس له ۲۰۰۱ کال راهيسي د لښکر طيبه ډلي لپاره د مالي همکار په توګه کار کوي. او د فلاح انسانیت فاونډېشن له لاري دې ډلي ته پيسې او مالي مرستي راټولوي.

 جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن دواړه د ترهګرو په نړيوال ليست کي شامل دي.

امريکا د لښکر طيبه مشر حافظ سعيد د نړيوالو ترهګرو په ليست کي شامل کړی دی او له پاکستان څخه يې غوښتني دي چي د دغه ترهګري ډلي پر ضد ګامونه اوچت کړي، خو پاکستان نوموړي ته په انتخاباتو کي د ګډون اجازه ورکړې ده او له زندان څخه يې خوشي کړ.