د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف د اسلام اباد له پمز روغتون څخه بېرته زندان ته لېږدول سوی دی.
دوې ورځي وړاندي د نواز شريف د روغتيايي ستونزو له امله د درملني لپاره د اسلام اباد پمز روغتون ته يووړل سو، خو پرون د سې شنبې په ورځ بېرته اډياله زندان ته ولېږدول سو.
نواز شريف چي دا مهال په زندان کي شپې سبا کوي د زړه او د ويني فشار د ناروغيو څخه کړېږي.
مسلم ليګ نواز ګوند پر حکومت نيوکي کوي چي د نواز شريف لپاره يې په زندان کي اسانتياوي نه دي برابري کړي او د هغه درملني ته په سمه توګه پاملرنه نه کوي.
د پاکستان يوې محکمې د فساد په تور نواز شريف، د هغه لور مريم نواز او د هغې خاوند صفدر ته د لسو ، اتو او يوه کال سزا اورولې ده.