کور / راپور / په جوزجان کي د داعش له لوري پر مېرمنو د جنسي تيريو ادعاوي سوي دي

په جوزجان کي د داعش له لوري پر مېرمنو د جنسي تيريو ادعاوي سوي دي

د افغانستان د شمال جوزجان ولايت څخه راپورونه خپاره سوي دي چي هلته د داعش وسلوالو پر مېرمنو جنسي تېری کړی دی.

د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ ځيني افغان مېرمني ادعا کوي چي د داعش وسلوالو يې پر کلي چپاو وروړی دی او پر دوی  يې جنسي تېری کړی دی.

د درزاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکې ظريفه خپله کيسه کوي، چي د داعش وسلوال يې کلي ته راغلل او له دې څخه يې د پيسو غوښتنه وکړه. ظريفه وايي: ما ورته وويل، اوس پيسې راسره نسته، چي کله مي پيسې پيدا کړې دربه يې کړم. خو د هغوی يو قومندان راته وويل، چي مېړه دې پرېږده او زموږ د يوه کس سره واده وکړه.

ظریفه وايي: ” ما د هغوی غوښتنه ونه منل. هغوی زما ماشومان په بله کوټه کي واچول او ماته یې وویل که ورسره ولاړه نشم ما به ووژني او کور به مې راڅخه واخلي. له دې وروسته یې چې هر څه له لاسه وسول، پر ما یې وکړل. “

د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ جګړه هم ونښته چي د دواړو اړخونو څخه تر ۳۰۰ ډېرو وسلوالو ته مرګژوبله ورواوښته.

داعش وسلوال چي د افغانستان په ختيځ کي ډېر فعال دي په دې وروستيو کي شمالي سيمو ته هم لار کړې ده او په جوزجان ولايت کي ترهګريز فعاليتونه کوي.

داعش د افغانستان بهر هم د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي او پر هغوی د جنسي تيريو په پيښو کې ښکېل دي. څو اوونۍ وړاندي د سوريې له جنوب څخه داعش وسلوالو ۱۴ مېرمني او ګڼ شمېر ماشومان تښتولي دي او ګواښ يې کړی دی چي که د سوريې حکومت په ياده سيمه کي عمليات ونه دروي دوی به برم ته سوي ټولي ښځي او ماشومان ووژني.