د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ايران د ولسمشر سره د مخامخ خبرواترو ته تيار دی.
ډولنډ ټرمپ چي په سپينه ماڼۍ کي يې په يو خبري کنفرانس کي د خبريالانو پوښتني ځوابولې ددې پوښتني په ځواب کي چي ايا د ايران د ولسمشر سره خبرو ته تيار دی؟ وويل، زه پر خبرو اترو باور لرم، د ايران د ولسمشر حسن روحاني سره پرته له کومو شرطونو ليدني ته تيار يم.
د نوموړي په خبره، ايران اوس د سختو شرائطو څخه تېرېږي، خو بيا هم د ايراني مشرانو سره ددوی په خوښه ملاقات ته تيار يم.
بل خوا د ټرمپ دڅرګندونو په غبرګون کي ايراني چارواکو ويلي، چي د امريکا سره هغه وخت خبري اتري کېدای سي چي لومړی امريکا د ايران سره د اټومي پروګرام د هوکړي پر سر پرېکړه ليک ته بېرته ننوځي.
د امريکا او اروپايي هيوادونو سره د ايران د اټومي پروګرام پر سر په ۲۰۱۵ کال کي يو پرېکړه ليک تصويب سو چي له مخي به يې ايران اټومي فعاليتونه کموي او په مقابل کي به يې امريکا پر وړاندي اقتصادي بنديزونه سپکوي.
خو د روان کال په لومړيو کي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې تړون څخه په شا سو او ويل يې چي ايران خپلو ژمنو ته وفادار نه دی. مګر اروپايي هيوادونه لا د ايران سره پر کړې ژمنه ولاړ دي.
له دې وړاندي هم ډولنډ ټرمپ د شمالي کوريا د ولسمشر کيم جونګ اون او د روسيې د ولسمشر ويلادمير پوتين سره ليدني کړي دي، شمالي کوريا او روسيه د امريکا سره سړې اړيکي لري او دا د امريکايي ولسمشر لپاره بېساري ملاقاتونه وه.