دارزګان سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي په دغه ولايت کې ګڼ شمير سپکي او درني وسلي او نشی توکی نيولي دي.
ارزګان کې چارواکي وايي امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال غيری مسوله سله وال او وسلي نيولي دي.
ددغه ولايت امنيه قومندان سمونموال محمدمعروف احمدزی وايي په دي وروستيو کې د ولسمشر په امر دغيري مسوله وسله والو او زوراکو د نيولو هڅۍ پیل کړي.
امنيه قومندان وايي امنيتي ځواکونو د صديق الله په نوم يو سيمه ييز قومندانان څخه ۶ميله کلاشيکوف يو ميل راکيټ يوه عراده موټر او ګڼ شمير نورمهمات نيولي دي.
هغه پر وسله والو طالبانو هم ږغ وکړي پر وړاندي به يي په نا امنو سيمو کې عمليات ترسره کړي او د دوی له شتون څخه به يي پاکي کړي.
له دي سره د ارزګان امنيه قومندان رسنيو ته هغه۱۲ کسان او نشی توکی هم وښودل چې په وروستيو کې په ترينکوټ ښار کې نيولي وه.
معروف احمدزي وايي د ټولو هغو کړنو پر وړاندي جدی دي چې خلګو ته ستونزی جوړه وي.
له دي سره په ارزګان کې د ترينکوټ ښار اوسيدونکي هم د دولت په دغو کړونو خوښ دي او زياته وي چې د پخوا په پرتله په ښار کې امنيتي وضيعت سم شوي دي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوې چې په ښار کې د ښه امنيت تامين کولو لپاره نوري هم هڅۍ وکړي.
له دي وړاندي هم دافغان ځواکونو له لوري يو شمير غیر مسوله وال نيول شوي وه.
داپه داسي حال کې ده چې په دي وروستيو کې ولسمشر امنيتي ځواکونو ته امر کړي څو په ټول هيواد کې زوراکي او غيری مسوله وسله وال د قانون منګولو ته وسپاري.
راپور: احسان الله ولس يار