زه يو وار بيا دا خبره تکراروم چې په اوسنيو ټولټاکنو کې د پـښتنو ملتپالو ګوندونو د ماتې لاملونه ګڼ دي, د ايسټبلشمنټ د مداخلې پر ګرېنډ نرېټيو اکتفاء کول له حقيقتونو سترګې پټول او د نور تنظيمي و فکري تحليل او تاوان په طرف ګام وهل دي.
1. پر ګوندونو د اشخاصو د اجارې اوږېدولو په اولس کې د ملتپال سياست پراختيا راغونډه کړې ده او په دې سياست کې دننه يې يو ډول راغونډو نفسياتو ته وده ورکړې ده. راغونډ نفسيات تر شخصيت پرستي, مفاد پرستي او چاپلوسي ور ها خوا په ټولنه کې د روانو بدلونونو, د اولس د ارمانونو او د دښمن د چالاکيو او چالونو ادراک نه شي کولای.
2. د خپل ځان د لمانځلو يو ډېر خطرناک سياسي کلتور په دې ګوندونو کې غوړېدلی دی, هره ورځ پر هره موقع به د خپل غېرت او قربانيو غېرضروري يادونه کوي او په داسې توګه به يې کوي چې نور اولس ته د پېغور ورکولو عنصر به پکې له ورايه جوت وي.
3. پر سيمه ايزه کچه د وړ استازو په انتخاب کې پرله پسې تېروتنې روانې دي, سرمايه, خانداني حواله, اقربا پروري او شخصي دوستي چې کله هم د ګوندي او پارلماني استازو د ټاکلو معيار وګرځي نو خلک بيا پر دې معيار باندې تر قام پرستو د زيات غوره متبادل د موندلو صلاحيت لري.
4. د ملتپال قيادت پوهه د بدلېدونکې نړۍ له تقاضو سره بېخي سمون نه خوري. د دوی په بيانيه کې د غوړېدونکې متوسطې طبقې د تضاداتو عکاسي بېخي نه تر سترګو کېږي. زما يوه ملګري به وئيل چې ددې قيادت تر ټولو لويه کمي دا ده چې له انټرنيټ څخه لرې دی.
5. جمهوري او د عدم تشدد سياست په لاريون, پرلت, هړتال او سول نافرماني کېږي, زموږ ګوندونو ډېر پخوا دا کار پرېيښی دی.
6. په تنظيم کې دننه او له تنظيمه بهر د نقد نه زغملو په سلسله کې يو بويجن جمود غوړېدلی دی. “اوس په کوڅو کې خلک پوزو ته لاسونه نيسي.”
7. د تنظيم سازۍ عمل په دې ګوندونو کې دومره غېرشفاف وي څومره چې د پاکستان انتخابات غېرشفاف وي او د ګوند د مرکزي قيادت بېخي داسې رول وي کوم چې د پاکستان د ايسټبلشمنټ په عامو انتخاباتو کې وي.
8. د پښتون ملتپال سياست تاريخي رېډيکاله اروا اوس يوازې د تقريرونو تر يوې نيمې جذباتي او مقبولې خبرې پورې را محدوده کړل شوې ده او هم دې ته يې ټول کارکنان په لاسونو پړکولو عادي ګرځولي دي.
9. د دې ګوندونو منځ ته رياستي استخباراتي ادارو په يوه نه بله طريقه لارې جوړې کړې دي خو څوک هم پرې له ويرې د لاس وچتولو په پوزيشن کې نه ښکاري.
10. د علاقايي اثر و رسوخ او برلاسيتوب د زياتولو دپاره له سرمايې او بدمعاشۍ تر سرکاري وسيلو د هر څه استعمال چې چېري هم روان دی, هلته د ځپلو خلکو او نظرياتي وګړو ږغ تر مسوولو تنظيمي وګړو پورې رسېدل بېخي ناممکن ګرځېدلی دی. د قيادت او کارکنانو تر منځ واټن يو ډول فطري بڼه خپله کړې ده.
دا يادونه کول ضروري ده چې ددې ټولو نيمګړتياوو پړه يوازې پر مشرتابه نه شي اچول کېدای, شريک مسووليت بايد په شريکه قبول کړل شي, هم دا د پرمختګ يوازينۍ لاره ده. د پښتنو ملتپالو ګوندونو تاريخي رول ته د بدلېدونکې نړۍ له غوښتنو سره په سمون تسلسل په کار دی. زه ددې ګوندونو له کار, زيار, خواريو او قربانيو څخه انکار نه يوازې يوه جفا او بد ديانتي ګڼم بلکې له دښمن سره د مرستې کولو يوه شعوري يا غېرشعوري هڅه يې هم ګڼم.
(نور بيا)