په لوګر ولايت کي تر دوو اونيو وروسته د ياد ولايت ښوونځی بېرته پرانستل سوې.
د پوهني رياست مسؤولين وايي چي د لوګر ۱۰۳ ښوونځی دوې اوونۍ وړاندي د وسلوالو طالبانو لخوا بندي سوي وې، چي د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب بېرته پرانستل سوې.
د چارواکو په وينا د ښوونځيو د تړل کېدو سره تر ۶۰ زره زيات زده کونکي له زده کړو څخه محروم وه.
په لوګر ولایت کي ۳۱۸ ښوونځي او ښوونیز مرکزونه سته چي تر ۱۳۰ زره ډېر زده کوونکي پکي زده کړي کوي. چي تر څلویښت زرو ډېري یې نجوني دي.
د ښوونځيو د بيا پرانستلو وروسته به د زده کونکو څخه څلورنيم مياشتنۍ ازمويني چي له همدې امله ځنډېدلي وې بيا پيل سي.
افغانستان چي په جګړه کې ښکېل هيواد دی په ځينو ناامنه سيمو کي يا ښوونځي نسته او يا هم د وسلوالو له لوري تړل سوي دي.
په افغانستان کي ترنيمايي زيات ماشومان د زده کړو بې برخي دي چي دا د هيواد د بحراني حالت يو له عمده لاملونو ګڼل کېږي.