کور / راپور / کوئټه: ځانمرګي بريد ۲۲ تنه وژلي او تر ۱۵ زيات يې ژوبل کړي دي

کوئټه: ځانمرګي بريد ۲۲ تنه وژلي او تر ۱۵ زيات يې ژوبل کړي دي

د ډېورنډ کرښي پوري غاړي ته په کوئټه ښار کي د رايو ورکولو يو مرکز ته نږدې چاودنه سوې ده چي لږترلږه ۲۲ تنه پکي وژل سوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

دا بريد د کوئټې ښار په ختيځ کي د ماډل تعميرنو سکول د رايي ورکولو د مرکز څنګ ته سوې ده چي د پوليسو ترڅنګ يې عامو خلګو ته هم مرګژوبله اړولې ده.

ځانمرګی پر داسي مهال سوی چي نن د چهار شنبې په سهار په پاکستان کي د عامو ټولټاکنو لپاره رايي ورکول شروع سول.

له دې وړاندي د ټولټاکنو لپاره د ولاړو نوماندانو په کمپياين غونډو کي هم ځانمرګي بريدونه سوي وه چي د ځينو کانديدانو ترڅنګ يې ګڼ شمير خلګ ووژل او په ډېر شمېر نور يې ټپيان کړه.

د انتخاباتي کمپاين د هلوځلو په ورځو کي په پېښور کي د ملي عوامي ګوند لخوا نوماند هارون بلور په يوځانمرګي بريد کي ووژل سو او وروسته په بلوچستان کي هم د يو سيمه ايز کانديد په کمپاين غونډه کي بريد وسو او د نوموړي ترڅنګ يې ۱۵۸ کسان ووژل او تر ۲۰۰ زيات يې ژوبل کړه، چي پړه يې داعش وسلوالي ډلي پر غاړه واخيسته.

د کوئټي د نن ورځي د بريد پړه تر دې مهاله چا پرغاړه نه ده اخستې .