د پښتونخوا ايالت چارواكي وايي كه قبايلي طالبان ورسره سوله ونكړي او تشد ته مخه كړي ايالتي حكومت مجبوره دئ چي په وړاندي يې له زور څخه كار واخلي.
په پېښور كي د پښتونخوا د وزيراعلى اميرحيدرخان هوتي په مشرۍ د يوې غونډي په ترڅ كي ايالتي چارواكو پرېكړه وكړه چي له طالبانو سره مذاكراتو ته تيار دي.
دا په داسي حال كي ده چي د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود د پښتونخوا ايالتي حكومت ته اخطار وركړى و چي كه حكومت ړنګ نكړي دوى به بريدونه ورباندي وكړي.
د پښتونخوا ايالت حكومت په پاكستان كي تر پارلماني انتخاباتو وروسته د نيشنل عوامي ګوند په مشرۍ له پيپلز پارټۍ سره په ګډه جوړ سوى دئ.
د بيت الله مسود د ګواښ په اړه د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير ميا افتخار وويل ايالتي حكومت د ياغيانو د ګواښ پروا نه لري، خو كه اړتيا پېښه سي په وړاندي به يې له زوره كار واخلي.
ميا افتخار وايي د پښتونخوا ايالت عوامو ايالتي حكومت ته د سولي او امن د ټينګښت دپاره رايي وركړي دي چي دوى به هم په هر قيمت چي وي د عوامو دپاره امنيت، سوله او ثبات ټينګوي.