کور / راپور / اشرف غني: سعودي عربستان د افغانستان په ستراتيژيک ملګري بدل سوی دی

اشرف غني: سعودي عربستان د افغانستان په ستراتيژيک ملګري بدل سوی دی

ولسمشر اشرف غني وايي، سعودي عربستان اوس د افغانستان په ستراتيژيک ملګري بدل سوی دی او په دې برخه کي د افغانستان نږدې ملګری دی.

اشرف غني تېره ورځ د افغانستان د ديني علماوو د سراسري شورا  او دسولي د عالي شورا د غړو سره د ليدني کتني پر مهال وويل، رياض غواړي د افغانانو سره د سولي په راوستلو کي عمده رول ولوبوي او په دې برخه کي د افغانانو سره مرسته کوي.

اشرف غني په خپلو خبرو کي وويل، د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ملګرتيا د سعودي د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزيز د درې کلن کار په پايله کي دې ځای ته رارسېدلې ده، چي ياد هيواد په افغانستان کي د جګړې  ختمولو او سولي په برخه کي پوره همکاري کوي.

د ارګ له لوري په خپره سوې اعلاميه کي د اشرف غني له قوله د مکې مکرمي وروستي کنفرانس ته په اشارې سره  ويل سوي: «اوس د افغان سولې په اړه د اسلامي نړۍ لوی مشارکت رامنځ ته سوی دی او د خدای (ج) له کور څخه د سولې د غږ پورته کیدل ځانګړی ارزښت او اغیز لري.»

ولسمشر اشرف غني له رسنیو غوښتي دي چي د افغان ديني علماوو استقلال او پیاوړی منطق د افغانستان خلکو ته تشریح کړي.

د طالبانو سره د مذاکراتو د هلو ځلو په دوام تېره ورځ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د عربي چارواکو سره د ليدني په موخه د متحده عربي اماراتو پلازمېني ابوظبي ته ورسېدی.

حنيف اتمر به په ابوظبۍ کي د عربي چارواکو ترڅنګ د ځينو امريکايي چارواکو سره هم ليده کاته ولري.

افغان دولت هڅي کوي چي د سعودي او نورو عربي هيوادونو د  ديني نفوذ په مټ طالبان دې ته اړ کړي چي د خبرو اترو مېز ته راسي.