کور / تازه خبرونه / په پېښور کي درې ورځي د افغانانو پر ګرځېدلو بنديز لګېدلی دی

په پېښور کي درې ورځي د افغانانو پر ګرځېدلو بنديز لګېدلی دی

په پاکستان کي د ټاکنو په موخه په پېښور کي د افغانانو پر کرځېدلو بنديز لګېدلی دی.

په پېښور کې پاکستاني چارواکي وايي، د جولای له ۲۴ څخه بيا تر ۲۸ نېټې پوري افغانانو ته اجازه نسته چي د خپلو کمپو بهر وګرځي.

د چارواکو په وينا دا ګام يې په پاکستان کي د انتخاباتو د امنيت په خاطر کړی دی.

خو د ګډوالو عالي کميشنري او نړيوالي ادارې تل وايي، چي په پاکستان کي د تشدد په پېښو کي افغانان هيڅ لاس نه لري.

په پاکستان کي د جولای پر ۲۵ نېټه انتخابات کېږي.

 په پاکستاني انتخاباتو کي ځيني پښتانه او بلوڅ  کانديدان د انتخاباتي منډوتړو په ترڅ کي وژل سوي دي، له دې ډلي د پښتون ملتپال ګوند يو کانديد هارون بلور هم د انتخاباتي کمپاين غونډي په حال کي ووژل سو.

په پاکستان کي  پوځ او آی اس آی ځواکمني ادارې دي چي نوري ملکي ادارې هم تر خپل کنټرول لاندي راولي او په دغه هيواد کي انتخابات سمبوليکه بڼه لري همداراز ولسمشر او لومړی وزير په نمايشي توګه ټاکل کېږي او د واک حدود يې د استخباراتو او پوځ له لوري کنټرول وي.