د نقيب الله مسيد د کورنۍ وکيل وايي د ترهګرۍ پرضد د کراچۍ د عدالت د دې فېصلې پرضد به تر سترې محکمې لاړ شو په کومه کې چې د راؤ انوار د خوشي کېدو امر شوی دی.
په کراچي کي د وژل سوي پښتون نقيب الله مسيد د کورنۍ وکيل وايي، د ترهګرۍ پر ضد د کراچۍ محکمې د هغې پرېکړي پر ضد به تر ستري محکمې ولاړ سي چي له مخي راو انور خوشي کېږي.
راو انور چي د نقيب الله مسيد او نورو لسګونو پښتنو قاتل دی اوس په زندان کي دی، خو د پاکستان پوځ يې اوس د ضمانت له مخي د خوشي کولو اراده لري.
تېره ورځ په کراچي کي يوې محکمې د ضمانت له مخي د راو انور د خوشي کولو امر وکړ.خو د نقيب الله مسيد د کورنۍ وکیل صلاح الدين پهنور وايي، دوی به د سند ايالت سترې محکمې (سندهـ هائيکورټ) ته وړانديز وکړي چي د راو انور قضيه دي د ترهګرۍ پر ضد محکمې څخه بلي محکمې ته واړوي، ځکه د نقيب مسيد کورنۍ نور په داډول محکمو باور نه لري.
د صلاح الدين په وينا دوی د روان کال د جولای پر ۱۶مه نېټه يې ستري محکمې ته عريضه کړې ده چي د راو انور قضيه دي د ترهګرۍ ضد محکمې څخه بلي محکمې ته نقل کړې.
نوموړي وايي، د محکمې له لوري د راو انور په ضمانت د خوشي کولو وروسته نور پر دې ډول محکمو باور نه سي کېدای، ځکه محکمه د عدالت پر ځای له قومي او ټولنيز تعصبه کار اخلي.
راو انور په کراچۍ کي د نقيب مسيد ترڅنګ د لسګونو پښتنو په وژنه کي ښکېل دی.